خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خپلواک لوبډلې دکندهار دکلپونو ترمنځ د کرکټ سيالۍ وګټلې

خپلواک لوبډلې دکندهار دکلپونو ترمنځ د کرکټ سيالۍ وګټلې

Oct 08, 2011 - 18:47

 

کندهار ښار (پژواک ١٦ تله ٩٠): په کندهار ولايت کې د کرکټ د ځايي کلپونو ترمنځ پيل شوې سيالۍ د خپلواک کلپ لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.

 د کندهار د لوبو امر محمد الله ګلالي د تلې په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايت د انټرکلپ په نوم دغه سيالۍ دوه مخکې د کندهار ښار د عينو مېني ښارګوټي په کرکټ لوبغالي کې پر لاره اچول شوې وې.

 هغه زياته کړه، چې په دې سياليو کې د کندهار ولايت ٩ تکړه لوبډلو ګډون کړى او موخه يې د زون په کچه د سياليو لپاره د غوره کلپ انتخاب و.

 د سوېلي بست زون د کرکټ مسوول ولي امين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې سياليو پاى لوبې ته د خپلواک کلپ او اتل کلپ لوبډلو لاره پيدا کړې وه.

 هغه زياته کړه، چې د اتل کلپ لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ يې په خپله د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.

 ولي امين وايي، چې د اتل لوبډله په ١٥م اور کې په ٧٥ منډو وسوځېدله او خپلواک لوبډلې ته يې د ٧٦ منډو هدف وټاکه.

 نوموړى وايي، چې د خپلواک لوبډلې ټاکل شوى هدف د يوه لوبغاړي په سوځېدو په څوارلسم اور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.

 د خپلواک لوبډلې پياوړى لوبغاړى سردار ولي، چي په دې سياليو کې يې تر ټولو زياتې ٢٨١ منډې کړې وې، غوره توپ وهونکى او د ارين لوبډلې توپ اچوونکى نجيب د سياليو غوره توپ اچوونکى معرفي شول.

 د سياليو په پاى کې  د کندهار ولايت د بدني روزنې امر محمد الله ګلالي او د بست زون د کرکټ مسوول عبدالولي امين پر لوبغاړو او لوبډلو ډالۍ ووېشلې او د هغوى سپورتي اخلاق يې وستايل.

 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement