خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يو قومي مشر او ٦ پوليس ووژل شول

يو قومي مشر او ٦ پوليس ووژل شول

Oct 11, 2011 - 19:44

کندهار ښار (پژواک ١٩ تله ٩٠): په کندهار ولايت کې يو قومي مشر له ٦ پوليسو سره يو ځاى د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

 د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې نن مازيګر ناوخته د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې يو قومي مشر او ٦ پوليس ووژل شول.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول او وياند زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې قومي مشر حاجي عبدالولي نومېده او نن مازيګر له ٦ پوليسو سره يو ځاى د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

 هغه زياته کړه، ياد شوى قومي مشر د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا غړى هم و، چې له شپږو پوليسو سره يو ځاى يې د ژېړۍ په نلغام سيمه کې د سپرلۍ موټر د سړک غاړې پر خښ شوي ماين برابر شو.

 د ده په خبره، وژل شوي قومي مشر څه موده وړاندې د خپلو خلکو په مرسته همدا سيمه د مخالفينو له شتون څخه پاکه کړې وه او په خپله يې د ښوونځيو، کلينيکونو او پلونو ساتنه کوله.

 دى وايي، چې ماين د وسلوالو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.

 د کندهار ولايت مقام په دې اړه يوه خبرپاڼه هم خپره کړې او د يادې شوې پېښې غندنه يې کړې ده.

 په خبرپاڼه کې د کندهار د والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له خولې راغلي، چې وژل شوى قومي مشر حاجي عبدالولي يو وطن دوست شخص و او د ژوند ډېره برخه يې د خپلو خلکو د خدمت لپاره وقف کړې وه.

 د خبرپاڼې په حواله، د کندهار ولايت مقام دا ډول بريدونه په کلکه غندي او د هغو کسانو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کوي، چې ثبات له منځه وړي او دغه راز کسان وژني.

 بل لوري ته وسلوالو طالبانو د يادې شوې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى، د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ژېړۍ ولسوالۍ د نلغام د سيمې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان حاجي عبدالولي يې له خپلو ساتونکو سره يو ځاى د ماين په چاودنه کې وژلى دى.

 وسلوال مخالفين د روانې جګړې په ترڅ کې ډېر مهال د سړک غاړې له ماينونو کار اخلي، ډېر مهال په کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement