خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ټکنېشن شرکت: د انټرنيټي سافټ ويرونو په جوړولو د ټولنيزو خدماتو لمن پراخوو

ټکنېشن شرکت: د انټرنيټي سافټ ويرونو په جوړولو د ټولنيزو خدماتو لمن پراخوو

Sep 11, 2015 - 13:18

جلال اباد (پژواک، ۲۰ وږی۹۴): د افغانستان ټيکنېشن شرکت په هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو لپاره د انټرنيټي سافټ ويرونو د جوړولو هڅې پيل کړي، څو ټولنيز نوښتونه پرې ترسره کړي.

"افغانستان نوښت لابراتوارونو" په نوم دغه پروژه په څو ولايتونو کې پلې شوې او د وږي په ۱۹مه د شپې ناوخته يې د ۱۰۰ زده کوونکو څلور ورځنۍ دوره د ننګرهار په ولايت کې هم پای ته ورسېده.

دټيکنېشن شرکت رييس عمر منصور انصاري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې يې د ۳۸ سلنه نجونو په ګډون ۱۰۰ ځوانانو ته دانټرنيټي سافټ وير د جوړونې لارې ور ښودلې دي.

انصاري وويل، چې دا پروګرام  په هرات او کابل کې ترسره شوی، اوس په ننګرهار کې پای ته ورسېد، موخه يې د ټکنالوجۍ پرمختګ او د ټولنيزو نوښتونو ترسره کول دي.

نوموړی وايي : (( په دغه پروژه کې د هر ولايت نوښتکر ځوانان او نجونې لومړی روزو، په خپل ولايت کې يې ستونزې تشخيصوو او بيا ورته د سافټ وير جوړولو لارې چارې زده کوو.))

نوموړی وايي چې نوښتکرو کسانو د ننګرهار په کچه په اتو برخو کې طرحې جوړې کړي او ښو طرحو ته يې له سافټ وير جوړونې سربېره مالي لګښتونه هم برابروي.

انصاري وايي: ((په دې دوره کې زده کوونکو په اتو برخو کې ستونزې په نښه کړې، لکه امنيت، روغتيا، کرنه، چاپيريال ساتنه،او نور.دوی به په دې برخه کې اپليکېشن جوړوي او بيا به ټولنيز خدمات وړاندې کوي.))

د ننګرهار پوهنتون د ساينس او ټکنالوجۍ پوهنځي محصل او د دې پروګرام ګډونوال عبدالبصير پژواک ته وويل: ((موږ زده کړل، چې سافټ وير ځنګه جوړېږي او د ټولنيزو ستونزو حل کې له خلکو سره  څنګه  مرسته کولی شي.))

هغه هغه وايي چې دا زده کړې ورته ډېرې مهمې وې، ځکه ډېرې ستونزې شته، چې بايد اپليکېشن  ورته جوړ  او د پيغامونو په استولو سره يې خلکو سره مرسته وشي.

دی زياتوي: (( د اپليکېشن له لارې خلکو ته په پيغامونو کې ولېږل شي، چې په امنيت کې څنګه ونډه واخلي، ياد دا چې خلک بايد د چاپيريال په برخه کې څنګه همکاري وکړي.))

دا پروګرام د امريکا متحده ايالاتو پرمختيايي ادارې او انټرنيوز له لوري  له ۲۰۱۲ م کال راهيسې پيل شوی،چې دوه کاله مخکې د ټکنېشن په نوم شرکت ته ورکړل شوی ، څو په دې برخه کې هڅې ډېرې کړي.

 

 

 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانات

Advertisement