خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نیول شوي زمریان په کندهار کې د ژوبن لپاره له سوېلي افریقا راوړل شوي

نیول شوي زمریان په کندهار کې د ژوبن لپاره له سوېلي افریقا راوړل شوي

Apr 02, 2017 - 15:58

کندهارښار (پژواک، ١٣ ورى ٩٦): يو سوداګر ادعا کوي چې په کندهار کې نیول شوي زمریان يې له سوېلي افریقا څخه راوړي او په دې کې د قاچاق موضوع شامله نه ده.

دوه ورځې مخکې د کندهار امنیتي چارواکو خبر ورکړی و چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې هغه ۶ زمریان نیولي چې پاکستان ته وړل کېدل.

دوی ویل، دغه زمریان د افغانستان په ځنګلونو کې نیول شوي او د سپین بولدک له لارې پاکستان ته قاچاق کېدل.

خو يو سوداګر وايي چې زمریان یې په سوېلي افریقا کې نیولي او په قانوني توګه یې د یوه ژوبڼ جوړولو لپاره هېواد ته راوړي دي.

محمد داوود فراهي چې ځان د زمریانو څښتن او یو سوداګر ښيي، پژواک خبري اژانس ته اړوند اسناد هم وښودل.

نوموړي وویل، غوښتل یې په کندهار کې یو ژوبڼ جوړ کړي او د همدې لپاره یې له سوېلي افریقا ۶ زمریان چې درې زمري او درې زمریانې دي، په قانوني توګه هېواد ته راوړي دي.

ده زیاته کړه، مخکې له دې چې دغه زمریان هېواد ته وارد کړي، کندهار ولایت مقام ته یې عریضه کړې وه او د دغه کار لپاره یې قانوني جواز هم جوړ کړی دی چې اړوندو ټولو ادارو ورسره موافقه کړې ده.

دی وايي، په همدغه بنسټ یې زمریان په سوېلي افریقا کې په ۱۲زره ډالر پېرلي او بیا یې د متحده عربي اماراتو له لارې کابل ته راوړي چې هر زمری خپل پاسپورټ لري او ده یې قانوني مالیه او نور اړوند حسابونه هم خلاص کړي دي.

د ده په خبره، وروسته یې زمریان د کابل له هوايي ډګر څخه کندهار ته راوړل، دا چې په رالېږدولو کې یې ډېر وخت لګېدلی و نو د زمریانو نوکانو لنډولو او واکسین ته اړتیا وه.

فراهي وویل، دا چې په کندهار کې په دې برخه کې مسلکي ویترنر نه موندل کېده، پرېکړه یې وکړه چې زمریان سپین بولدک ته ولېږدوي او د کرښې له هغې غاړې ورته مسلکي ویترنر ډاکتر را وغواړي، څو هم یې نوکان لنډ کړي او هم ورته واکسین وکړي.

خو دی وايي، هلته په رسېدو سرحدي پولیسو زمریان ونیول او رسنیو ته یې وویل چې ګواکې دغه زمریان د افغانستان په ځنګلونو کې نیول شوي او پاکستان ته په ناقانونه توګه قاچاق کېدل.

نوموړي رد کړه چې ګواکې دغه زمریان دې پاکستان ته قاچاق کېدل.

د ده په خبره، په دې اړه یې د ولایتي ادارې چارواکو ته خپل اسناد هم ښودلي دي.

نوموړی غوښتنه کوي چې د ده قانوني اسنادو ته په کتو دې زمریان بېرته ده ته وسپارل شي.

دی زیاتوي، په ٢٤ ساعتونو کې د دغو ۶ زمریانو خوراک شاوخوا ۱۰زره افغانۍ لګښت لري، دا چې زمریان له امنیتي ځواکونو سره دي، نو دی وېرېږي چې هسې نه ناروغ یا تلف نه شي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم پژواک ته وویل، یاد کس ولایت مقام ته مراجعه کړې او خپل اسناد یې له دوی سره شریک کړي دي.

ده زیاته کړه، ولایتي اداره اړوند اسناد څېړي او وروسته یې په اړه پرېکړه کوي.

نوموړي هم ومنله چې د اسنادو له مخې داسې ښکاري چې دغه زمریان له سوېلي افریقا څخه راوستل شوي دي.

د یاودنې ده، په افغانستان کې د وحشي ژوو واردول یا پېر او پلور معمول نه دی.

علامت: 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement