خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د ميانشين په جګړه کې دولتي ځواکونو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار د ميانشين په جګړه کې دولتي ځواکونو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Apr 19, 2017 - 14:22

کندهار (پژواک، ۳۰ وری ۹۶): د کندهار ولایت له نېښ ولسوالۍ وروسته په میانشین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتې شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

جګړه له وړمې شپې راهیسې پیل شوې او وسله والو ادعا کړې چې دغلته یې یوه نظامي قرارګاه نیولې ده، خو چارواکي یې ردوي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو په میانشین کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او د دواړو لورو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، په جګړه کې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي چې تر څنګ یې یو پولیس او دوه د ملي اردو سرتېري هم ټپیان شوي دي.

خو وسله وال طالبان وايي، په میانشین ولسوالۍ کې یې یوه نظامي قرارګاه نیولې او پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د میانشین اړوند د سرناوې قرارګاه یې تېره شپه له نښتې وروسته چې سپکې او درنې وسلې په کې وکارول شوې نیولې ده.

دی زیاتوي، په جګړه کې لس سرتېري وژلي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم نیولي دي.

چارواکي د وسله والو دا ادعا ردوي او وايي، د جګړې د کابو کولو او عملیاتو لپاره دغې ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي دي.

میانشین ولسوالي د کندهار له شمالي ولسوالیو ده چې له کندهار ښاره شاوخوا ۷۰ کیلومتره لیرې ده.

وسله والو په داسې حال کې په میانشین کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې څو اوونۍ وړاندې یې د دې ولسوالۍ په ګاونډ نېښ ولسوالۍ کې پراخ بریدونه ترسره کړل او ځانونه یې د ولسوالۍ تر مرکزه ورسول.

پر نېئ ولسوالۍ سلګونو وسله والو له دریو خواوو د اروزګان له ترینکوټ، د هلمند له سنګین او د کندهار له ځینو ولسوالیو برید پیل کړی و.

خو وروسته په نېښ کې عملیات وشول چې د چارواکو په وینا د ۲۰۰ وسله والو په وژل کېدو پای ته ورسېدل.

د چارواکو له قوله، په دغو جګړو او بریدونو کې ۱۸ سرتېري هم ووژل شول او له ۴۰ ډېر ټپیان شول.

 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement