خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې اته پولیس وژل شوي

کندهار کې اته پولیس وژل شوي

Jun 04, 2017 - 10:08

کندهار- ترينکوټ (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٦): په کندهار ولايت کې د پوليسو تر منځ په داخلي نښته کې اته پوليس وژل شوي دي.

د کندهار يوې امنيتي سرچينې د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس چې دا پېښه د تېر پيشمني پر مهال د کندهار ښار د ۱۵مې امنيتي حوزې اړوند په حاجي عرب سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه چې دوو پوليسو خپل ۶ ملګري وژلي او ۵ نور يې ټپیان کړي دي.

يادې امنيتي سرچينې ويلي چې له پېښې وروسته بريد کوونکو پوليسو د تېښتې هڅه کوله چې د نورو پوليسو له ګزمې سره مخ شوي او له لنډې جګړې وروسته دواړه وژل شوي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې ددوى نفوذي ملګرو په کندهار ښار کې پر پوليسو بريدونه کړي او ګڼ شمېر پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې او په پاى کې دوى هم وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې،  په اروزګان ولايت کې هم په خپلمنځي شخړه کې څلور پوليس ټپيان شوي دي.

د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقوي عمري ژواک اژانس ته وويل چې د پوليسو تر منځ پرون مازديګر ناوخته په ترينکوټ ښار کې لفظي شخړه شوې وه چې وروسته هواره شوه.

هغه په دې نښته کې د پوليسو ټپي کېدل رد کړل.

خو په ترينکوټ کې د ملکي روغتون مسوول ډاکتر امين الله توخي پژواک اژانس ته وويل چې له يادې شخړې ورته يو تن ټپي پوليس ور وړل شوى و.

د هغه په وينا، وروسته په روغتون کې د پوليسو تر منځ بيا ډزې وشوې چې په ترڅ کې يې درې نور پوليس ټپيان شول.

دى وايي چې د پوليسو له خوا فير شوې درې مرمۍ د دوى پر بېړنۍ خونې هم لګېدلې، خو ناروغانو ته زيان نه دى اوښتى.

ډاکتر توخي ګواښ وکړ، که چېرې روغتون ته بيا وسله وال کسان راغلل، نو دوى به روغتون د اعتراض په توګه وتړي.

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement