خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جلال اباد ښاروال په ښار پاکولو کې د خلکو له نه همکارۍ شکایت وکړ

د جلال اباد ښاروال په ښار پاکولو کې د خلکو له نه همکارۍ شکایت وکړ

Jul 05, 2017 - 15:31

جلال اباد (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۶): د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين شکايت کوي چې ښاريان ورسره د ښار په پاکوالي کې مرسته نه کوي او دوی نه شي کولی په ۷۰۰ کسانو د يو ميليون کسانو خدمات په سمه توګه وړاندې کړي.

دوی چې د چنګاښ په ۱۴مه يې د خپلو تېرو درېيو مياشتو فعاليتونو په تړاو ښاريانو ته د ځواب ورکونې غونډه جوړه کړې وه، تر ډېره يې د ښاريانو له نه همکارۍ شکايت درلود.

د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجنير حکيم الدين عمرخېل د دې غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وويل، په تېرو درېيو مياشتو کې يې ادارې د خپلو بېلابېلو ټکسونو له لارې ۷۷ ميليونه افغانۍ عايد تر لاسه کړى دى.

هغه زياته کړه، د پاکوالي ټکس په برخه کې ستونزې ډېرې دي او يواځې شل سلنه ښاريانو د صفايي ټيکس ورکړی دی.

د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست غوښتنه وکړه، چې ښاريان بايد پر وخت د ټکسونو په ورکولو سره له ښاروالۍ سره په ښاري انکشاف کې مرسته وکړي.

نوموړي وويل، ستونزه دا ده چې نه ښاروالۍ خپل مسووليت سم ترسره کړى او نه هم ښاريانو.

هغه زياتوي: ((جلال اباد ښاروالۍ هله د نورو ښارونو له ښارواليو سره سياله کېدای شي، چې ښاريان ښاروالۍ ته پيسې ورکړي.))

بلخوا د جلال اباد ښاريان وايي، پر دغې ادارې د باور نشتوالی او د زورواکو موجوديت د دې لامل شوی، چې ښاروالۍ يواځې ۲۰ سلنه د ښاري پاکوالي ټکس تر لاسه کوي.

د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي زرپاچا پژواک ته وويل، جلال اباد ښاروالۍ خدمات په سمه توګه نه ترسره کوي؛ نو ځکه څوک په اسانۍ د صفايي ټکس هم نه ورکوي.

د هغه په وينا، که د ښاروالۍ مسوولين دغې چارې ته پاملرنه وکړي؛ نو ټول زړه ښه کوي چې د پاکوالي ټکسونه په منظمه توګه ورکړي.

مدني فعالان هم همدا شکايت لري، چې ښاروالۍ يواځې له غريبانو ټکس ټولوي او په زورواکو يې هېڅ وس نه رسېږي.

مدني فعال برهان الدين سيرت چې د جلال اباد ښاروالۍ د حساب ورکونې غونډې ته ورغلی و، دا غونډه يې تر ډېره ښه وبلله خو ټينګار يې وکړ چې بايد ياده غونډه عامه شي او په ښار کې خلکو ته اعلان وشي چې دې غونډې ته راشي.

دی وايي، هغه ښاريان چې بېوزله او غريب دي، هغوی ټول د صفايي ټکس له دې وېرې ورکوي چې ښاروالۍ به ورته ستونزه جوړه کړي؛ خو هغوی چې زورواکی دي، د صفايي هېڅ پيسې نه ورکوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا استازی اسرار الله مراد هم وايي چې ښاروالۍ ته د خلکو له خوا د ټيکس نه ورکولو موضوع خپله په ښاروالۍ پورې تړلې ده.

هغه وويل، ښاروالۍ دې د هغو کسان لېست جوړ کړي چې ټکس نه ورکوي او بيا دې دغه لېست له ولايتي شورا سره شريک کړي او يا دې هم له رسنيو اعلان کړي.

د يادولو ده، له تېر يوه کال راهيسې د جلال اباد ښاروالۍ د خپلو فعاليتونو د حساب ورکوونې غونډې نيسي چې کارپوهان ورته ډېر هيله مند شوي دي.

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement