خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار پوهنې رياست کې د فساد مخنیوي لپاره د مامورینو ارزونه پيل شوې

د کندهار پوهنې رياست کې د فساد مخنیوي لپاره د مامورینو ارزونه پيل شوې

Jul 17, 2017 - 14:37

کندهار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۶): د کندهار د پوهنې رییس وايي، د پوهنې د بهیر د اصلاح او فساد د مخنیوي په موخه د مامورینو ارزونه پيل شوې ده.

دغه چاره د پوهنې وزارت اړوند د نظارت د رییس نجیب الله کامران په مشرۍ د پنځه کسیز پلاوي له خوا تر سره کېږي چې په وروستیو ورځو کې یې کندهار ته سفر کړی دی.

دغه پلاوی د کندهار د پوهنې بهیر څېړي، د کندهار د پوهنې د رییس په ګډون د ټولو مامورینو د کړنو نظارت کوي او څوک چې په فساد کې ښکېل وي څارنوالۍ ته به یې ورپېژني.

د کندهار د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له مرکز څخه راغلی پلاوی د پوهنې په ریاست کې د فساد شته موارد څېړي او له ټولو مامورینو یې د هغوی د تېرو کړنو په اړه پوښتنې پیل کړې دي.

هغه زیاته کړه، دغه پلاوي د هغه مخکني پلاوي په تعقیب کندهار ته سفر کړی چې څه موده مخکې د پوهنې وزارت د تدریسي مرستیال ډاکټر محمد ابراهیم شینواري په مشرۍ دې ولایت ته راغلی وو.

پیوستون چې د یوې ازادې سیالۍ له لارې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د کندهار د پوهنې د رییس په توګه ټاکل شوی و، د ۱۳۹۵ لمریز کال د وږي په میاشت کې د دې ولایت د پخواني والي ډاکټر محمد همایون عزیزي له خوا د دغه ریاست د تدریسي مرستیال محمد عوض نظري سره یو ځای په دې تور چې ګواکې په فساد کې ښکېل دي، له دندو لرې کړل شوی و.

نوموړي تر دې وروستیو پورې د پوهنې وزارت له خوا په کابل کې په خدمتي توګه دنده ترسره کوله چې کندهار ته د نوي والي زلمي ویسا له معرفي کېدو سره د وزارت د پرېکړې له مخې بېرته   په خپله پخوانۍ دنده وټاکل شو.

دی په دې اړه وايي، پخوانی والي دی د خپلو شخصي اغراضو له مخې د ناقانونه اجراتو د ترسراوي په موخه د یوې لفظي شخړې په پایله کې لرې کړی و چې دغه کار  وزارت ته هم د منلو نه و.

د پيوستون په خبره، اوس چې بېرته خپلې دندې ته راستون شوی نو هوډ یې کړی چې د پوهنې په بهیر کې به اصلاحات راولي او د ناقانونه مداخلو مخنیوی به کوي.

دی وايي: ((له ما څخه نیولې بېرته تر ما پورې به د ټولو مامورینو کړنې ارزول کېږي او د راغلي پلاوي د څېړنو په پایله کې به څرګنده شي چې فساد چېرې دی؟))

کامران وویل، د پوهنې د بهیر پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ ناقانونه مداخلې دي چې ډېر مهال د زورواکو له خوا تر سره کېږي، خو هڅه یې دا ده چې معارف له دې حالت څخه وباسي.

نوموړي په یو شمېر ولسوالیو کې د خیالي ښوونځیو او ښوونکو د ستونزې د حل په اړه وویل، د پوهنې وزارت پلان لري چې په لومړي ګام کې کندهار ښار ته د نږدې ولسوالیو ډنډ، دامان، ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي د ښوونکو معاشونه د بانکي سیسټم له لارې ورکړي او په دویم ګام کې به د لرې ولسوالیو لپاره طرحه جوړېږي.

خو ده ټینګار وکړ چې په دې برخه کې ستونزې یوازې یو کس نه شي حلولی، بلکې په خپله خلک باید د خپلو ماشومانو تر شا ودرېږي او د هر ډول فساد د مخنيوي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

نوموړي دا هم وویل چې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه لا پر ځای پاتې ده او په ګڼو ولسوالیو کې مسلکي ښوونکي نشته.

دی زیاتوي، دغه ستونزه به هم تر راتلونکو څو کلونو حل شي او له پوهنتونونو څخه فارغ ښوونکي به په ولسوالیو کې په دندو وګومارل شي.

د پوهنې رییس د نوي تعلیمي کال لپاره د خپلو پلانونو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، تفتیش او څارنه به قوي کوي، خو له بده مرغه په ولسوالیو کې انټرنټي اسانتیاوې نشته چې د ښوونځیو، ښوونکو، زده کوونکو او درسي بهیر نظارت دې په سمه توګه وشي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د نوي تعلیمي کال له پیل کېدو وړاندې او  وروسته به په ښوونځیو کې د نجونو د شمېر پر  ډېرېدو کار کوي.

دی وايي، د کندهار  د پوهنې پر ریاست یوه نیوکه دا ده چې له ښوونځیو ډېرې کمې ښځینه فارغانې لري او په ولسوالیو کې خو هېڅ فارغانې نه لري.

پیوستون وویل: ((هر کال له ۱۳ تر ۱۴ زره نجونې ښوونځیو ته داخلېږي خو برعکس هر کال یوازې ۲۰۰ نجونې له ښوونځیو فارغېږي.))

د ده په وینا، دغه ستونزه په ټولنه کې د شته ناسمو رواجونو او دودیزو ستونزو له امله ده چې ډېرې کورنۍ نجونې له بلوغت وروسته ښوونځیو ته نه لېږي او په نیمايي کې پرې زده کړې پرېږدي.

د ده په خبره، د دغې ستونزې د حل لپاره به له متنفذینو، ولسي شوراګانو او مدني فعالانو سره په ګډه کار وکړي.

نوموړي د دې تر څنګ بله ستونزه د کتابونو او درسي لوازمو د کمښت ياده کړه چې د پوهنې بهير پر وړاندې لوی خنډ دی.

د کندهار والي زلمي ویسا چې دې ولایت ته د پوهنې د بهیر د ارزولو په موخه له راغلي پلاوی سره یې لیدلي وايي، د دې ولایت د پوهنې روان حالت د زغم وړ نه دی.

ده وویل، په کندهار کې دې د پوهنې د بهیر دقیقه ارزونه وشي، مفسدین دې څارنوالۍ ته معرفي شي او د پوهنې د کیفیت د لوړولو لپاره دې جدي هڅې وشي.

خو دی ټینګار کوي چې د کندهار له تجربه لرونکو ښوونکو به یوه کمېټه جوړوي چې د پوهنې د کیفیت پر ښه کولو کار وکړي.

د ولسمشر سلاکار او په ټولنیزو چارو کې د ولایت مقام مرستیال حاجي اغا لالی دستګیري وايي چې په دې وروستیو کې په مرکزي او ولایتي کچه د پوهنې د بهیر د پیاوړتیا لپاره هڅې پيل شوي دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې موخه راغلي پلاوي ده ته ویلي چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې یې هغه ټولې ستونزې موندلي چې د پوهنې بهیر یې ټکنی کړی دی.

د ده په خبره، دغه پلاوی به ټولې ستونزې د حل په موخه له وزارت سره شریکوي.

د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال ډاکټر محمد ابراهیم شینواری وايي، د کندهار د پوهنې په ریاست کې د رییس په ګډون یو شمېر کارکوونکي چې د ازادو سیالیو له لارې ګومارل شوی وو، د سلیقو له مخې له دندو لرې کړای شوي وو.

دی وايي، په دې ډله کې ځیني تکړه او ځیني په کارونو کې تکړه نه وو، خو تقرر او منفکي دواړه قانوني لارې لري.

د ده په خبره، اوس اړوند وزارت د سمون او اصلاح په موخه یوه جامع طرحه لري او په لومړي ګام کې ټول هغه کسان چې د ازادې سیالۍ له لارې په دندو ګومارل شوي وو، بیرته ځای پر ځای شول خو په عین حال کې د دوی د کړنو یوه ټولیزه څېړنه شوې ده.

د ده په خبره، هغه چې خپلو پوستونو ته مناسب نه دي، پوستونه یې اعلانېږي او غوره کسان ورته نیول کېږي.

دی وايي، په پلان کې لري چې د کندهار ولایت د پوهنې بهیر په نمونوي توګه اصلاح کړي او وروسته دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement