خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کونړ او لغمان کې د بيارغونې یو شمېر پروژې پيل شوې

په کونړ او لغمان کې د بيارغونې یو شمېر پروژې پيل شوې

Aug 09, 2017 - 16:53

اسعد اباد (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): په کونړ او لغمان ولايتونو کې د څه باندې ١٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې د پروژو چارې پيل شوې.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي د زمري په ١٨مه د دې پروژو د کار د پيل پر مهال خبري اژانس ته وويل چې دا ٢٣ پروژې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې پلي کېږي.

هغه زياته کړه، نن په سرکاڼو او مرورې ولسواليو د وياليو او سربند جوړولو پرانيسته وشوه او په نږدې ورځو کې به په نورو سيمو کې هم د نورو پروژو چارې پيل شي.

د ده په وينا، پر دې پروژو ١٢٦ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې په شپـږو مياشتو کې بشپړې شي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د پروژو د کار د پرانيستې پر مهال له عامو خلکو غوښتنه وکړه چې د دې پروژو د پلې کولو پر مهال همکاري وکړي.

د هغه په خبره، د دې پروژو په پلې کېدو سره به زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه او سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

د مرورې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خان باچا پژواک اژانس ته وويل، د اوبو د نشتوالي له امله يې ډېرى ځمکې شاړې وې او کروندې په کې نه کېدې.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د سيند په څنډو کې ورته استنادي دېوالونه جوړ کړي.

د يوه بل خبر له مخې، د څه باندې پنځه ميليونه افغانيو په ارزښت په لغمان کې د درېیو بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې پيل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، په دغو پروژو کې يوه هم د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست د ۳۶۴ مترو په اوږدوالي د احاطې دېوال، د اضطرار د موادو د ساتلو په موخه د زېرمتون جوړول او  د مرکز اړوند د جوګي کلا په سيمه کې د اليشنګ سيند پر غاړه د استنادي دېوال پروژه شامله ده.

هغه زياته کړې، د دې پروژو چارې به په دوو مياشتو کې بشپړې او په تطبيق سره به يې په سيمه کې ۱۵۰ کورنۍ او په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د موسمي سېلابونو له خطرونو وژغورل شي.

 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement