خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"ننګرهار کې طالبانو خپل يو قوماندان له داعش سره د اړيکې په تور وژلی"

"ننګرهار کې طالبانو خپل يو قوماندان له داعش سره د اړيکې په تور وژلی"

Nov 26, 2017 - 18:57

جلال اباد (پژواک، ۵ ليندۍ ۹۶): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت شېرزادو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو خپل يو قوماندان داعش ډلې سره د اړيکو په تور وژلی دی.

دغه راز په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله دوه داعش وسله وال وژل شوي او دوربابا ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ۵مه پژواک اژانس ته وويل، د شېرزادو ولسوالۍ په مرکخېلو سيمه کې مخ پټو وسله والو طالبانو د دغې ډلې يو قوماندان مولوي شکور وژلی دی.

هغه زياته کړه، مولوي شکور داعش ډلې سره د اړيکو په تور وژل شوی دی.

د والي وياند دغه راز وويل، د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې نن له غرمې مخکې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې دوه داعش وسله وال ووژل شول .

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د داعش ځپلو په موخه هوایي او ځمکني بریدونه زیات شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، ځانګړو کورنیو ځواکونو د دوربابا ګړوکو سیمه کې نن سهار عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې يې یو مشکوک وسله وال نیولی او درې میله کلاشینکوفونه یې تر لاسه  کړي دي.

تر اوسه داعش او طالب وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

علامت: 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement