Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

کندهار کې هر کال ۱۳زره نجونې ښوونځیو ته شاملېږي خو يوازې ۲۰۰ ترې فارغېږي

کندهار کې هر کال ۱۳زره نجونې ښوونځیو ته شاملېږي خو يوازې ۲۰۰ ترې فارغېږي

By
On
Sep 06, 2017 - 17:06

کندهار (پژواک، ۱۵ وږی ۹۶): په کندهار کې هر کال شاوخوا ۱۳زره نجونې ښوونځیو ته شاملېږي، خو ډېرې یې د بېلابېلو ستونزو له امله خپلې زده کړې په نیمايي پرېږدي.

له همدې امله هر کال له دوولسمو ټولګیو شاوخوا ۲۰۰ نجونې فارغېږي چې دا ډېره ټيټه شمېره ده.

دغه راز له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې د کندهار په ۱۷ ولسوالیو کې ان یوه نجلۍ هم له دوولسم ټولګي نه ده فارغه شوې  او بله يې دا چې په ولسوالیو کې یوه ښځینه ښوونکې هم نشته.

دغه څرګندونې په کندهار کې د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې وشوې چې د کندهار ښار په میرویس نیکه لېسه کې جوړ شوي وو.

په دې مراسمو کې د کندهار والي زلمي ویسا، د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون، د ولسي جرګې او ولایتي شورا غړو، مخورو، والدینو، زده کوونکو او نورو ګډون کړی و.

د کندهار د پوهنې رییس ومنله چې په دغه ولایت کې د پوهنې د بهیر کیفیت ټیټ دی، خو ویې ویل چې د ولایتي ادارې او خلکو په مرسته هڅه کوي په دې برخه کې شته ستونزې حل کړي.

هغه زیاته کړه، په ډېرو سیمو، په ځانګړې توګه نفوذ لرونکي خلک د دې پر ځای چې د پوهنې د بهیر د ودې او سمون په برخه کې مرسته وکړي په چارو کې ناسمې مداخلې کوي.

نوموړي ان ځیني ولسوالان هم یاد کړل چې په خپلو ناسمو مداخلو د پوهنې بهیر له خنډ سره مخ کوي.

خو ده وویل، نور دا ډول کړنې د زغملو نه دي او ټول خلک باید په ګډه د پوهنې د کیفیت د ښه کولو لپاره کار وکړي.

پیوستون په دې برخه کې د ټولنې پر مخورو، عالمانو او روڼ اندو غږ وکړ څو خلک وهڅوي چې خپل نرینه او ښځینه اولادونه ښوونځیو ته ولېږي.

ده زیاته کړه: ((له بده مرغه موږ له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د کندهار له اوولسو ولسوالیو په یوې کې هم ښځینه فارغه نه لرو.))

دی وايي، په کندهار کې هر کال شاوخوا ۱۳ زره نجونې ښوونځیو ته شاملېږي خو ډېرې یې د بېلابېلو ستونزو له امله په نیمايي کې خپلې زده کړې پرېږدي او له همدې امله هر کال له دوولسمو ټولګیو شاوخوا ۲۰۰ نجونې فارغېږي.

د ده په وینا، دغه ستونزه په ټولنه کې د شته ناسمو رواجونو او دودیزو ستونزو له امله ده چې ډېرې کورنۍ نجونې له بلوغت وروسته ښوونځیو ته نه لېږي او په نیمايي کې پرې زده کړې پرېږدي.

نوموړي وویل، تر ټولو بده دا ده چې یوه ښځینه ښوونکې هم په ولسوالیو کې د ناسمو شرایطو او ستونزو له امله دندې ته زړه نه ښه کوي.

خو د یادو شوو ستونزو تر څنګ د پوهنې رییس د نوي ښوونیز کال لپاره د خپلو پلانونو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، له ډېرو ننګونو سربېره یې یو شمېر ستونزې حل کړي او د نورو د حل لپاره لاس په کار دي.

هغه د کتابونو د نشتوالي ستونزه تر ټولو جدي وګڼله چې وزارت یې باید غم وخوري.

ده وویل، په روان تعلیمي کال کې به ۲۰ بابه ښوونځي ترمیم شي او دغه راز په کندهار ښار کې به د وو ښوونځیو لپاره د نوو ودانیو د جوړولو چارې پیل شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د دوبي په رخصتیو کې یې ټولو ښوونځیو ته اداري توکي او فرنیچر چمتو کړي او ور رسولي دي.

پیوستون خبر ورکړ چې د همدې تعليمي کال په اوږدو کې به په کندهار ښار او ولسوالیو کې د بندو ښوونځیو له ډلې ۴۷ پرانیستل شي چې پلان یې له وزارت څه وار له مخه تر لاسه کړی دی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په دریو ولسوالیو ډنډ، دامان او سپین بولدک کې به د ۱۸ ښوونځيو لپاره سولر برېښنا چمتو شي.

نوموړي دا هم وویل چې د ټولو ښوونکو د معاشاتو سیسټم به بانکي کوي چې په لومړي ګام کې به دا کار په ۵ ولسوالیو کې وشي.

د کندهار والي زلمي ویسا په خپلو خبرو کې وویل، دا چې په ولسوالیو کې یوه ښځینه فارغه او ښوونکې نه لرو، یوه لویه تشه ده چې د ډکولو لپاره یې باید له ولس سره په ګډه کار وشي.

هغه ټینګار وکړ چې د پوهنې د بهیر په برخه کې کیفیت تر هر څه ارزښتناک دی، ځکه دغه ولایت په دې برخه کې له ډېرو ولایتونو وروسته پاتې دی.

ده زیاته کړه: ((که موږ د پوهنې په اوسني وضعیت کې بدلون را نه ولو نو دا به مو له ټولو خلکو سره لوی خیانت کړی وي.))

دی وايي، دا لوی شرم دی چې په دوو کلونو کې دې د کندهار د ټولو فارغانو شمېر ۳۷۰۰ تنه وي، په داسې حال کې چې د یوه کوچني ولایت د یوه کال د فارغانو شمېر ۱۲ زره تنه دی چې ۶ زره په کې نجونې دي.

د والي په خبره، څومره فساد او ناسمې استفادې چې د پوهنې په اداره کې شوې، هومره په بله هیڅ اداره کې نه دي شوي.

خو ده وویل چې نور دا حالت د زغملو نه دی او د اصلاحاتو راوستو لپاره به جدي کار کوي.

په دې غونډه کې د ولسي جرګې او ولایتي شورا غړو او نورو هم ویناوې وکړې چې د پوهنې له اوسني وضعیت څخه یې سر ټکاوه او د اصلاحاتو او سمون غوښتنه یې کوله.

د کندهار د پوهنې په تشکيل کې ټول ٤٥٠ ښوونځي شته چې دا مهال يې ٣١٨ پرانيستي دي او نور یې د بېلابېلو ستونزو له امله تړلي دي.

د ګڼو نورو ستونزو سره په خوا کې د ودانیو نشتوالی او د کتابونو کمښت هم هغه څه دي چې د پوهنې بهیر یې ټکنی کړی دی.

د کندهار د ٣١٨ ښوونځيو له ډلې يوازې ١٩٢ ښوونځي ودانۍ لري او نور يې هيڅ ودانۍ نه لري چې له امله یې د ډېرو ښوونځيو زده کوونکي په يخ او ګرم موسم کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او ان خېمې هم نه لري.

 

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update