Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

اريوبي: د مخابراتي ماليو راټولولو سيستم روڼ نه دى

اريوبي: د مخابراتي ماليو راټولولو سيستم روڼ نه دى

By
On
Oct 03, 2017 - 18:04

کابل(پژواک،١١تله٩٦): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزير وايي چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د مخابراتي خدمتونو له محصول څخه اته ميليارډ افغانۍ راټولې شوې؛ خو له دې سره سره بيا هم د مخابراتي مالياتو راټولولو سيستم روڼ نه دى.

د وزيرانو شورا د پرېکړې او د ولسمشر د فرمان له مخې؛ د مخابراتي خدمتونو پر ټولو کار اخيستوونکو د مخابراتي خدمتونو لس سلنه محصول وضع شوى او ددغه محصول اداينه، د تېر ١٣٩٤کال د تلې له لومړۍ نېټې څخه عملي شوې ده.

له دغه فرمان وروسته، د مخابراتو وزارت د تدارکاتو پروسې په پام کې نه نيولو سره، د مخابراتي خدمتونو د محصول د راټولولو سيستم جوړ کړ چې د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول راټولولو د پروسې د نه روڼتيا او ددغه سيستم د تړون نه شتون له امله له سختو نيولو سره مخ شوه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هغه مهال ويلي و چې جوړ شوى سيستم دقيق او روڼ دى.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزادګل اريوبي چې نن يې په کابل کې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل چې تر اوسه د لس سلنه مخابراتي مالياتو د راټولولو د څارنې په موخه د څارنې روښانه سيستم نشته.

هغه زياته کړه:"دولت تر اوسه پورې د مخابراتي خدمتونو د محصولاتو راټولولو په موخه داسې کوم روښانه سيستم نه دى فعال کړى چې د مخابراتي محصولاتو اخيستل په سمه توګه وڅاري او يايې کنټرول کړي."

نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل چې له دغه وزارت سره دې د مخابراتي خدمتونو له محصولاتو د څارنې په موخه د يوه رڼه سيستم په فعالولو کې مرسته وکړي؛ څو هغوى وکړى شي چې د مخابراتي محصولاتو له اخيستلو څخه په روښانه توګه څارنه وکړي.

اريوبي ددې په بيانولو سره چې د يوه روښانه سيستم د جوړېدو طرحه برابره شوې ده وويل چې دوى هڅه کوي چې دغه سيستم ژر تر ژره فعال کړي څو په دې برخه کې لا ډېره روڼتيا رامنځ ته شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزير  د مخابراتي محصولاتو د تېرو دوو کالو عوايد اته ميليارډ افغانۍ وبللې، ويې ويل چې له دې لارې ترلاسه شوي عوايد ددولت خزانې ته اچول کېږي.

ددغه وزارت سرپرست د خپلو خبرو په بله برخه کې د مخابراتي سکټور پروړاندې د امنيتي ننګونو يادونه وکړه او ويې ويل چې نا امنۍ د مخابراتي شبکو پروړاندې يوه کلکه ننګونه ده.

ده وويل:"طالبان مخابراتي شبکو ته خبر دارى ورکوي، نه يوازې ډېرى انتنونه له ګواښ سره مخ دي، بلکې د شپې له خوا پرې کېږي."

هغه زياته کړه چې طالبانو څو ورځې وړاندې په هلمند ولايت کې هم څو انتنونه پرې کړل، ويې ويل چې دغه موضوع يې له امنيتي چارواکو سره شريکه کړې او هڅه کېږي چې ددغه ستونزې د حل لپاره يوه بنسټيزه لار پيدا شي.

له بلې خوا د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظيم(اترا) مشر نجيب الله عزيزي په دغه غونډه کې وويل چې تر اوسه پورې په مخابراتي سکتور کې له ٢،٨ميليارډ امريکايي ډالرو ډېره پانګونه شوې ده.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې د مخابراتي شرکتونو له خوا د ٢٤ميليون سيمکارټونو د ويشلو خبر ورکړ او ويې ويل:" د ياد شوي وزارت د راپورونو له مخې، له دې جملې څخه اوسمهال ١٨ميليون سيمکارټونه فعال دي چې مشترکين ترې کار اخلي."

د نومړوي په وينا، اوسمهال له پنځه ميليون څخه ډېر کسان له انټرنيټه کار اخلي؛ خو هڅه داده چې تر پنځو راتلونکو کلونو پورې د هېواد د نفوس ٥٠سلنه له انټرنيټ څخه برخور شي.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update