Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د کندهار په پروني ځانمرګي بريد کې ٤ امريکايي سرتېري ټپيان شوي

Security & Crime

ارشيف

د کندهار په پروني ځانمرګي بريد کې ٤ امريکايي سرتېري ټپيان شوي

By
On
Nov 14, 2017 - 09:16

کابل (پژواک،٢٣  لړم٩٦): په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي چې د کندهار په پروني ځانمرګي بريد کې څلور امريکايي سرتېري ټپيان شوي دي.

دغه ځانمرګى بريد پرون له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په ده غلامان سيمه کې د موټر په وسيله  د بهرنيو ځواکونو پر کاروان شوى و.

په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر، د لړم په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ځانمرګي بريد کې څلور امريکايي سرتېري ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې ټپي سرتېري روغتون ته وړل شوي  او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

ناټو په دې پېښه کې د خپلو سرتېرو د وژل کېدو راپورونه رد کړي دي.

د کندهار ولايت ځايي چارواکو هم پرون په دې بريد کې د مرګ ژوبلې خبر ورکړى و، خو کره شمېره يې نه درلوده.

د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى .

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دغه بريد د دوى له خوا ترسره شوى چې په ترڅ کې يې  ګڼ  شمېر بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده چې په افغانستان کې شاوخوا لس زره  امريکايي سرتېري مېشت دي چې په روان زېږديز کال کې يې تر اوسه ١٣ او په ټوليزه توګه له ٢٠٠١ کال راهيسې يې ٢٤٠٥ سرتېري وژل شوي دي. 

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update