Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

نامعلومو کسانو د کرکټ سپين غر اکاډمي ويجاړه کړې

نامعلومو کسانو د کرکټ سپين غر اکاډمي ويجاړه کړې

By
On
Nov 22, 2017 - 15:44

جلال اباد (پژواک،دليندۍ لومړۍ نېټه ۹۶): ننګرهارکې نامعلومه وسله والو دکرکټ يوې اکاډمۍ باندې د شپې له خوا بريد کړی او ورته يې مالي زيانونه اړولي دي.

د سپين غر کرکټ اکاډمي چې شاوخوا ٨٠٠ د کرکټ مينه وال په کې کرکټ زده کوي، د ننګرهار له ولايت مقام سره په ډېرې نږدې فاصله کې موقعيت لري.

د دغې اکاډمۍ مشر بشير عمر د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه نا معلومه وسله وال اکاډمۍ ته ورغلي، اکاډمي او د لوبو ډګر دواړو ته يې زيانونه اړولي دي.

نوموړى وايي، وسله والو لومړی د دوی څوکيدار ګواښلی، بيا اکاډمۍ او ميدان ته دننه شوي او دواړه يې زيانمن کړي دي.

عمر زياته کړه:((د اکاډمۍ ټول جالونه يې شکولي، پيچونه چې له يوې مخصوصې خاورې جوړېږي په بلچو او کولنګونو وهلي او له کاره يې غورځولي دي.))

د نوموړي په وينا، وسله والو په دغې کړنې سره د سلګونه کسانو د زده کړو مخنيوی کړی او له  مالي پلوه يې هم اکاډمۍ ته زرګونه ډالره زيان اړولی دی.

بشير عمر زياته کړه، تر دې وړاندې ورته هېچا نه څه ګواښ کړی او نه يې هم له چا سره شخصي دښمني شته.

نوموړي ګيله وکړه چې ستونزه يې د ننګرهار له والي، امنيتي ادارو او د ختيځ زون کرکټ بورډ رييس سره شريکه کړې؛ خو چا يې په اړه نه ډاډ ورکړی او نه يې څه اقدام کړی دی.

دی غوښتنه کوي چې امنيتي ادارې دې د دا ډول ځايونو خونديتوب پام وکړي او له مخالفينو يې وغوښتل چې کرکټ سيالي ده او سياست دې ترې نه جوړوي.

په همدې حال کې په ختيځ کې د کرکټ بورډ مشر بختيار ساحل وايي چې دوی يې نن سهار د ليدنې په خاطر ورغلي او د همکارۍ ډاډ يې ورکړی دی.

هغه زياته کړه،کرکټ بورډ دا کړنه غندي او د اکاډمۍ پر مسوولينو يې غږ وکړ چې ستونزه يې ډېره غټه نه ده او خپله دې حل کړي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، د يادې موضوع په تړاو د کرکټ بورډ ادارې ته د بررسۍ لارښوونه شوې او د همکارۍ په خاطر ور استول شوې ده.

د يادونې ده چې تر دې مخکې د جلال اباد ښار د ننګرهار اکاډمۍ کې هم ورته کړنې ترسره شوي، زيانونه ور اړول شوي او توکي يې غلا شوي دي.

Tags: 

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update