Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د هلمند سلګونو قومي مشرانو له حکومته دغه ولايت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

د هلمند سلګونو قومي مشرانو له حکومته دغه ولايت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

By
On
Nov 22, 2017 - 15:53

لښکرګاه(پژواک،د ليندۍلومړۍ نېټه ٩٦): د هلمند سلګونو قومي مشرانو له حکومت نه غوښتنه وکړه چې بايد دې ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په کابېنه کې دې هم ځاى ورکړي.

دغه غونډه د ليندۍ په لومړۍ نېټه په مرکز لښکرګاه کې د سلګونو قومي مشرانو په ګډون جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې قومي مشر فقيرمحمد عسکر وويل چې تېرو څو کلونو کې حکومت دې ولايت ته سمه پاملرنه نه ده کړې.

هغه وايي: (( له موږ سره د مور او ميرې چلند کيږي، په کابينه کې هم حق نه دى راکړل شوى خو نا امني بيا زموږ په برخه رسېدلې ده.))

د ده په وينا، په هلمند کې د وروستيو جګړو له امله ښوونځي تړل شوي، روغتونونه ويجاړ شوي او پرمختيايي پروګرامونه هم په نشت حساب دي.

دغه راز په دې غونډه کې د ناوې ولسوالۍ قومي مشر عبدالمالک هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې هلمندي ځوانان تر ټولو ډېره قرباني ورکوي خو نا امني هم بيا په همدې ولايت کې ډېره ده.

هغه وايي: (( زموږ ولايت د جنګ ډګر دى، د نشه يي توکو مرکز دى، مشکلات ټول همدلته دي خو په ټول نظام کې يې بيا لوړه څوکۍ نه ده راکړې.))

ده له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې د سولې راوستو او امنيت د ټينګښت لپاره سره يو شي.

يو شمېر نورو قومي مشرانو هم ورته څرګندونې وکړې.

دغه راز په دې غونډه کې د ولايتي شورا غړي سيف الملوک نوري هم وويل چې په ډېرو ملي مسايلو کې هلمنديان بې برخې دي.

هغه وويل: (( په کابينه کې موږ ته ځاى نه دى راکړل شوى، پر ټولو لوړ پوستونو نور خلک کار کوي.))

ده زياته کړه چې په دې ولايت کې د اداري فساد کچه هم ډېره لوړه شوې چې قومي مشران يې د مخنيوي هڅې کوي.

همدارنګه د مدني ټولنې غړي احمد شاه جمال وويل چې د ملي يووالي په حکومت کې له دې ولايت څخه وزير، معين او يا هم والي نه دى ټاکل شوى.

هغه وايي: (( نور خو يې څه کوئ، کله چې زموږ د ولايت د امنيت په اړه پرېکړه کيږي، له موږ نه څوک مشورې هم نه اخلي.))

د نوموړي په اند، که چيرې هلمنديانو ته په کابينه کې ځاى ورکړل شي نو امنيتي وضعيت به يې تر ډېره ښه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند باغران، دېشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ د نادعلي، واشېر، مارجې، ناوې، ګرمسير او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update