Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

کندهار کې د دوو روغتیايي پروژو چارې پیل شوې

کندهار کې د دوو روغتیايي پروژو چارې پیل شوې

By
On
Nov 25, 2017 - 19:19

کندهار (پژواک، ۴ لیندۍ ۹۶): د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروز الدین فېروز کندهار ته سفر وکړ او دغلته یې د دوو روغتیايي پروژو د بنسټ ډبره کېښوده چې ۱۸ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي.

دغه راز هغه د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې بشپړې شوې پروژې پرانیسته هم وکړه.

د عامې روغتیا وزیر لومړی د کندهار ولایت له والي سره ولیدل او دغلته یې د روغتیا په برخه کې پر شته ستونزو بحث وکړ.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، د عامې روغتیا وزارت دې د کندهار ښار تر څنګ په ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو شمېر ډېر کړي او د میرویس حوزوي روغتون د تشکیل د کمښت ستونزه دې حل کړي.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې په کندهار کې دې د زون په کچه ځانګړی نسايي ولادي روغتون جوړ کړي او ۳۵۰ بستیریز روغتون دې ژر فعال کړي چې دا مهال یې د جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې به د روغتیایي اسانتیاوو په ډېرولو کې کار کوي.

له دې لیدنې وروسته، نوموړی له والي سره یو ځای میرویس حوزوي روغتون ته لاړ او هلته یې د پښتورګو د درملنې ځانګړې څانګه پرانیسته.

وزیر د یادې څانګې پر فعالولو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې له دې وروسته به د پښتورګو ناروغان بهر ته د درملنې لپاره نه ځي او په ميرویس روغتون کې به يې درملنه کېږي.

وروسته د عامې روغتيا وزیر او کندهار والي عينو مینې ته لاړل او هلته يې د ۱۸ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د دوو نورو پروژو د بنسټ ډبره کېښودله.

لومړۍ پروژه د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د کیفيت د کنټرول د حوزوي لابراتوار وه چې د عامې روغتيا وزارت له خوا د ۳ ميليونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

ياد لابراتوار به ۱۸ خونې ولري او په ۳ پوړه کې به د يو نیم کال په موده کې جوړ شي.

د دې تر څنګ وزیر د درملو د فابریکې د بنسټ ډبره هم کېښوده.

د درملو د دې فابریکې پر جوړېدو ۱۵ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راځي چې په يو نیم کال کېبه بشپړې شي.

په دې فابریکه کې به له۸۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ کسانو پورې کارګر په دندو وګمارل شي.

د کندهار والي زلمي ويسا وویل، د درملو د دغې فابريکې په فعاله کېدو سره به د بهرنيو بې کیفيته درملو مخه ونيول شي او خلکو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update