کابل(پژواک،٥ليندۍ٩٦): د ملي امنيت پخواني سلاکار رنګين دادفر سپنتا، د ملي يووالي حکومت نا مشروع بللى او ويلي يې دي چې هېواد په بېړني حالت کې قرار لري او له دې وضعيت څخه د وتلو لپاره دې دوديزه لويه جرګه جوړه شي.
کابل (پژواک ٤ ليندۍ ٩٦): د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، په دې وزارت کي کوم قومي ذهنيت او يا د ځانګړي قوم د حذفېدو موضوع نشته او ټول هېوادوال او قومونه کولى شي په دې ملي بنسټ کې حضور ولري.