د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

معترضو کانديدانو د خپلې مبارزې پر دوام ټينګار وکړ

معترضو کانديدانو د خپلې مبارزې پر دوام ټينګار وکړ

Sep 24, 2011 - 15:12

کابل ( پژواک ٢تله ٩٠):د ولسي جرګې د تېر کال ټاکنو معترض کانديدان وايي ، تر هغه به  خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي، ترڅو يې چې غوښتنې نه وي منل شوې .

دې کانديدانو شاوخوا درې اونۍ مخکې د کابل ښار په پښتونستان واټ کې ارګ ته څېرمه  خيمه درولې او وايي چې له دې خيمې څخه به د ټاکنو د پايلو په اړه د ځانګړې محکمې د پرېکړې د عملي کېدو او خپلو نورو غوښتنو لپاره مبارزه کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېر کال د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې او ملي شورا هم پرانېستل شوه ، خو وروسته له هغه چې لويې څارنوالۍ د ټاکنو پايلې ناسمې وبللې او ځانګړې محکمې ٦٢ تنه معترض کانديدان بريالي وبلل، ولسمشر بيا ددې موضوع په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته واک ورکړ.

دې کمېسيون تېره مياشت د ولسي جرګې  نهه  معترض کانديدان بريالي اعلان کړل او پرېکړه يې وکړه چې د هغوى پر ځاى نهه تنه ، چې کمې رايې لري ، له جرګې څخه ووېستل شي.

خو  محمدداوود سلطان زوى ، چې له غزني څخه يې ځان کانديد کړى و  او  يو له معترضو کانديدانو څخه دى نن ( د تلې په دويمه ) په ياده خيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس د معترضو کانديدانو مبارزه پراخه شوې ده.

سلطان زوى ، چې ځانګړې محکمې بريالى بللى و ، وويل ، چې دوى مخکې يواځې  هڅه کوله ، چې  ولسمشر د ځانګړې محکمې پرېکړه عملي کړي ، خو اوس د قانون د حاکميت او په هېواد کې د اداري فساد د مخنيوي لپاره هم مبارزه کوي .

ده چې د معترضو کانديدانو په استازيتوب يې خبرې کولې ، زياته کړه : ((د محکمې د پرېکړې په اساس موږ بريالي يوو او د ولسمشر په ګډون هېڅوک زموږ حق چاته نه شي بښلى.))

هغه د يو شمېر رسنيو هغه راپورنه هم رد کړل ، چې دوى له خپل موقف څخه په شاه شوي دي .

دى وايي: ((که سل کاله هم تېر شي دا خيمه به دلته ولاړه وي او موږ به  خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو.))

يو بل معترض کانديد نجيب الله مجاهد، چې له کابل څخه کانديد و ، هم د سلطان زوى  خبرې تاييد کړې  او دعوه يې وکړه ، چې ورځ په ورځ د دوى ملاتړي ډېريږي.

مجاهد له هغو معترضو کانديدانو څخه دى ، چې ځانګړې محکمې هم ګټوونکى نه دى بللى .

هغه وايي چې که  د دوى له لوري پيل شوي مدني حرکت کومه مثبته پايله ونه لرله  بيا به  قضاوت خلکو ته پريږدى ،تر څو خلک  خپل حق په خپله وغواړي.

د يادونې ده، چې د ټاکنو د  خپلواک کمېسيون د وروستې پرېکړې له مخې، نهه تنه  بريالي بلل شوي کسان  د   تېرې مياشتې له ١٣مې د جرګې د غړيو په توګه په جرګه کې ونډه اخلي او د هغوى پر ځاى نهه تنه له جرګې څخه وېستل شوي دي.

خو د ولسي جرګې له قانون څخه  د ملاتړ ايتلاف، له دې کار سره مخالفت  کړى او د جرګې په غونډو کې ګډون نه کوي.

دغه ايتلاف چې د ٢٤٩ کسيزې ولسي جرګې ١٠٤ تنه يې غړيتوب لري وايي،  تر هغه چې له جرګې وېستل شويو نهو تنوته په جرګه کې د ګډون حق ورنه کړل شي ، دوى به د جرګې په غونډو کې ونډه نه اخلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement