د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يو جرمنى سيلانى له خپل افغان همکار سره ووژل شو

يو جرمنى سيلانى له خپل افغان همکار سره ووژل شو

Sep 24, 2011 - 18:30

 د غور د امنيت امر او د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالرشيد بشير د تلې په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه نن مازيګر شاوخوا ٤ بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې يو جرمنى سيلانى له خپلو درېيو افغان ملګرو سره په يوه ټونس ډوله موټر کې د باميانو پر لور روان وو.

 ده زياته کړه، چې ناپېژاندو وسلوالو د کورک په سيمه کې، چې د مرکز چغچران او دولتيار ولسوالۍ ترمنځ پرته سيمه ده، ډزې وکړې او له سيمې ووتل.

 بشير وويل، چې د يادو وسلوالو د نيولو په موخه په سيمه کې امنيتي ځواکونو خپلې هڅې پيل کړې دي؛ خو تردې مهاله يې د پېښې د تړاو په تور څوک نه دي نيولي.

 نوموړى په پېښه کې د طالبانو لاس بولي، خو تردې مهاله طالبانو يا کومې بلې ډلې د پېښې مسووليت نه دى منلى.

 د کورک سيمې يوه اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، څو موټر سايکل سپرو چې مخونه يې تړلي وو، د کورک په سيمه کې پر يوه ټونس ډوله موټر ډزې وکړې.

 دى وايي، چې د ډزو په پايله کې يو جرمنى تبعه او د هغه يو افغان ملګرى وژل شوي او دوه نور افغان ملګري يې ټپيان شول.

 د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت په پروان ولايت کې دوه الماني غره ختونکي له تښتول کېدو وروسته وژل شوي وو.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement