د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار غورک او ميانشين ولسوالۍ به ډېر ژر بيرته فعالې او له مخالفينو پاکې شي

د کندهار غورک او ميانشين ولسوالۍ به ډېر ژر بيرته فعالې او له مخالفينو پاکې شي

Sep 25, 2011 - 20:43

 دا څرګندونې نن د تلې په ٣مه، په کندهار کې د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قومندان جنرال محمد سالم احساس د سوېلي حوزې په کچه د امنيتي وضعيت، حکومتدارۍ، لاسته راوړنو او راتلونکيو پلانونو د څېړنې شپږ مياشتنې کنفرانس ته وکړې.

 دا کنفرانس په کندهار هوايي ډګر کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د غونډو په تالار کې جوړ شوى و، چې پکې کورنيو او بهرنيو امنيتي چارواکيو، د سوېلي حوزې د ولايتونو واليانو او اړوندو مسوولينو ګډون کړى و.

 تر غونډې وروسته په کندهار کې د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قومندان جنرال محمد سالم احساس، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد د زابل والي محمد اشرف ناصري او د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد خبريالانو ته معلومات ورکړل.

 په پيل کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد د جوړ شوي کنفرانس په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې هغوى د زون په کچه يو مياشتني، درې مياشتني او شپږ مياشتنې کنفرانسونه لري، چې کورني او بهرني امنيتي مسوولين پکې د سوېلي حوزې امنيتي وضعيت څېړې او پر راتلونکيو پلانونو غور کوي.

 هغه زياته کړه، ننى جوړ شوى کنفرانس هم دغو ټکيو ته ځانګړى شوى و، چې پکې د امنيتي واک د لېږد پر مسايلو هم بحث وشو.

 په کندهار کې د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قومندان په کندهار کې د تېرو شپږو مياشتو د امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې پوليس د پخوا په پرتله تجهيز شوي او ښوونې او روزنې يې هم پرمختګ کړى دى.

 هغه زياته کړه، دغې چارې ته اوس په خپله نړيواله ټولنې هم پاملرنه ډېره کړې، خو لا هم ډېر کار ته اړتيا ده چې پوليس او افسران يې مسلکي شي.

 دى وايي، تر دې وړاندې پوليسو د مجرمينو د نيولو پر مهال د بايو ميټريک په برخه کې ستونزه لرله، خو اوس دا ستونزه هواره شوې او په دې برخه کې د هر ولايت لپاره د پوليسو ټيمونه روزل شوي دي.

 د نوموړي په خبره، د پخوا په پرتله په ولسواليو کې د پوليسو په تشکيل کې پراخوالى راغلى، د هغوى تجهيزات، وسلې او وسايط ښه شوي او پر وخت اکمالېږي.

 خو ده وويل، چې د پوليسو پر وړاندې يوازينى ګواښ د سړک د غاړې د ماينونو دى، ځکه هغوى د خلکو په منځ او د جګړې په لومړۍ ليکه کې دي، چې له دې لارې زيات تلفات ويني.

 احساس د دې ستونزې د هواري لپاره د پوليسو له ليکو د داسې ټيمونو د روزنې خبر ورکړ، چې ماينونه کشف او شنډ کولى شي.

 هغه د تېرو کلونو په پرتله د کندهار ولايت امنيتي وضعيت ډاډمن وګاڼه او ويې ويل، چې د تېر کال د عملياتو له امله اوس په ډنډ، ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو کې امنيتي ځواکونو ډېر پرمختګ کړى او دغلته د حکومتدارۍ او پرمختيا کارونه ګړندي شوي دي.

 ده وويل، په تېرو شپږو مياشتو په اوږدو کې د پوليسو د عملياتو او بېلابېلو فعاليتونو په پايله کې ٣٩٢ تنه وسله وال مخالفين له منځه وړل شوي.

 د نوموړي په وينا، د کندهار دوې ولسوالۍ غورک او ميانشين، چې له تخنيکي پلوه ستونزمنې او يا هم د ډېر واټن له کبله ورته اکمالات نه کېدل، له عملياتو پاتې شوې وې.

 ده وويل: ((ډېر ژر به غورک او ميانشين ولسوالۍ بيرته فعالې او د مخالفينو له شتون څخه پاکې شي.))

 په سوېل کې د ايساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال ټېري هم د ٢٠٠٦ کال په پرتله امنيتي وضعيت ښه وګاڼه او ويې ويل، چې تېر کال يې له افغان ځواکونو سره په ګډه ډېرې سمې د مخالفينو له واکه وويستې او هغوى يې کمزوري کړل.

 هغه د بېلګې په توګه د لويو لارو يادونه وکړه، چې امنيت يې ښه شوى او خلک پرې ازاد تګ راتګ کوي.

 خو نوموړي ټينګار وکړ، چې يوازې نظامي هلې ځلې ستونزې نه شي هوارولى، بلکې واليان او اړوند مسوولين بايد له خلکو سره ښې اړيکې ولري او په خپل ښه مديريت د حکومتدارۍ چارې په سمه توګه مخ ته يوسي.

 په دې غونډه کې د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې د پخوا په پرتله د دې ولايت امنيتي وضعيت اويا سلنه ښه شوى، خو عمده ستونزه يې د بيارغونې ده، چې نه ورته مرکزي حکومت او نه هم نړيوالې ټولنې پاملرنه کړې ده.

 دى وايي: ((له کندهار څخه تر اروزګان پورې غځېدلى سړک خام دى، د دې ولايت د ولسواليو سړکونه نه دي پاخه شوي، دغه راز د روغتيا او پوهنې په برخه کې هم ګڼې ستونزې شته.))

 هغه دغه راز وويل، چې څو مياشتې مخکې د اروزګان په دولتي ادارو کې ٣٥ سلنه پرسونل کم و، خو اوس دا کچه ٣٨ سلنې ته را ټيټه شوې او په يو شمېر ادارو کې مسلکي کسان په دندو ګومارل شوي دي.

 د زابل والي محمد اشرف ناصري د دغه راز کنفرانسونو جوړول اغېزمن وګڼل او ويې ويل، چې دا ډول هلې ځلې دا زمينه برابروي، چې وضعيت وڅېړل شي او د لا بهبود لپاره په همغږۍ ګډ پلانونه جوړ شي.

 نوموړي هم د زابل ولايت امنيتي وضعيت ښه وګاڼه خو ويې ويل، چې دا ولايت له پاکستان هېواد سره ٦٣ کيلومتره ګډه پوله لري او مخالفين يې د نارامه کولو هڅې کوي.

 خو هغه زياته کړه: ((وسله والو مخالفينو خپلې ټولې هلې ځلې يوازې پر ترور او د سړک د غاړې پر ماينونو متمرکزې کړي، خو پوليس توانېدلي، چې د ماينونو د پېښو ٩٠ سلنه مخنيوى وکړي.))

 ناصري په زابل کې د پوهنې د حالت په اړه وويل، چې تېر کال د ټول ولايت په کچه ٣٨ ښوونځي فعال وو، خو سږ کال د يوه دارالمعلمين او د کرنې د دوو ليسو په ګډون ٧٥ ليسې فعالې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement