د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

معصوم ستانکزى به تر يوې اونۍ له روغتون څخه رخصت شي

معصوم ستانکزى به تر يوې اونۍ له روغتون څخه رخصت شي

Sep 26, 2011 - 18:35

 دغه مطلب په کابل کې د سردار محمد داوود د روغتون سرطبيب ډاکټر محمد نذير شيرزوى نن پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ.

 محمد معصوم ستانکزى د وږي د ٢٩ مې په شپه په هغه ځانمرګي بريد کې ، چې د سولې د عالي شورا د رييس برهان الدين رباني د وژل کيدو لامل وګرځيد، ټپي  او د بهرنيو ځواکونو لخوا د درملنې په موخه بګرام ته وليږدول شو.

 ډاکټر شيرزوى  له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل،  ستانکزي چې په لاس او پښې کې  سرسري ټپونه درلودل ، دوه ورځې مخکې  له بګرام څخه د سردار محمد داوود روغتون ته راليږدول شوى دى.

  په دغه ځانمرګي بريد کې د استاد رباني سکرټر محمد نذير او همدارنګه د استاد رباني يو امنيتي مسوول ډګروال عبدالستار هم ټپيان شوي وو.

 شيرزى وايي، چې د ډګروال عبدالستار روغتيايي حالت هم ښه شوى، خو تراوسه په بستر کې دى.

 خو نوموړي وويل، چې محمد نذير له  بشپړې درملنې او ښه کېدو وروسته دوه ورځې مخکې له روغتون څخه رخصت شوى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement