د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

٩٩ بورۍ خام چرس وسوځول شول

٩٩ بورۍ خام چرس وسوځول شول

Sep 26, 2011 - 18:26

 د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو اړوند د لومړۍ لوا سرتېرو د پنجوايي ولسوالۍ په سپېروان کلي کې عمليات کړي.

 ايوبي زياته کړه، د دې عملياتو په پايله کې له يوه کور څخه ٩٩ بورۍ خام چرس تر لاسه شول، چې ځاى پرځاى د ملي اردو د سرتېرو له خوا وسوځول شول.

 د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال يو شکمن وسلوال تن هم نيول شوى، چې دا مهال ترپوښتنو لاندې دى.

 د ايوبي په وينا، د ملي اردو سرتېرو په همدې کلي کې ٣ ماينونه، چې د وسلوالو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوي و ، کشف  او له منځه وړي دي.

 دده دمعلوماتو له مخې، د ملي اردو د درېيمې لوا منسوبينو په ژېړۍ ولسوالۍ کې هم عمليات کړي او ٢٧ کيلوګرامه ترياک يې نيولي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement