د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د دوو پاکستانيو په ګډون ٩ وسلوال مخالفين ونيول شول

په کندهار کې د دوو پاکستانيو په ګډون ٩ وسلوال مخالفين ونيول شول

Sep 28, 2011 - 20:32

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې عمليات وکړل او ٤ وسلوال مخالفين، چې پر امنيتي ځواکونو يې بريدونه کول، ونيول.

 هغه زياته کړه، له نيول شويو کسانو سره دوه موټر سايکلونه او چاودېدونکي توکي هم نيول شوي دي.

 نوموړي دغه راز وويل، چې پوليسو نن د کندهار ښار د ١٤مې امنيتي حوزې اړوند د پنجاو په سيمه کې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، پر يوه کور عمليات وکړل او په پايله کې يې د دوو پاکستانيانو په ګډون ٥ وسلوال مخالفين ونيول.

 دى وايي، پلټل شوى کور د وسلوالو له خوا په کرايه نيول شوى وو او ماينونه يې په کې جوړول، چې ٣ توغندي، لاينونه او يوه اندازه چاودېدونکي توکي ترې ترلاسه شوي دي.

 هغه پاکستاني وګړي د محمد اعظم او پاچا په نومونو ياد کړل، چې ورسره د موندل شويو اسنادو پر بنسټ دا په ګوته کېږي، چې له مخالفنيو سره لاس لري او د ورانکاريو لپاره کندهار ته راغلي وو.

 وسلوالو طالبانو لا په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

 د يادونې وړ ده، چې امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې دغه راز عمليات ډېر کړي او له امله يې وخت په وخت يو شمېر کسان له وسلو او نورو مهماتو سره نيول کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement