د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سويلي حوزې ديني عالمانو د سولې په اړه د ولسمشر د دريځ ملاتړ وکړ

د سويلي حوزې ديني عالمانو د سولې په اړه د ولسمشر د دريځ ملاتړ وکړ

Oct 09, 2011 - 20:28

کندهار(پژواک١٧تله٩٠) د سويلي حوزې په کچه د شاو خوا ٣٠٠ علماوو او روحانيونو جرګې له مخالفينو سره د سولې په اړه د ولسمشر د وروستي دريځ د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

 ياده غونډه، د کندهار ښار په منډيګک ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې پکې د سوېلي حوزې د شپږو ولايتونو کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، نيمروز او دايکندي واليانو او سلګونو ديني عالمانو برخه اخيستې وه.

غونډ د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د ولسشمر حامد کرزي په رالېږل شوي پيغام پيل کړه، چې پکې د سولې پر اړتيا او ارزښت ټينګار شوى و.

 د ولسمشر په پيغام کې راغلي و، چې حکومت له مخالفينو سره د سولې پراخې هلې ځلې پيل کړې، خو د مقابل لورې له خوا په جنګ او دهشت ځواب ورکړل شو او آن تر دې، چې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني يې هم وواژه.

 د کندهار والي په خپله وينا کې هم دې ټکي ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې د سولې په اړه د مخالفينو نظر تل ناڅرګند پاتې شوى نو په داسې حالت کې  خبرې نه شي کېدى.

 هغه زياته کړه: ((ولسشمر کرزي تل پاکستان هېواد ته د ورور خطاب کړى، خو هغه کله هم په دې برخه کې له اخلاص څخه کار نه دى اخيستى او تل يې دوه مخى سياست خپل کړى دى.))

 ده وويل، په داسې حال کې د سولې په اړه د دينې عالمانو لارښوونو او نظرونو ته سخته اړتيا ده.

 غونډې ته د سرحدونو او قبايلو چارو وزير او د سوېلي حوزې تنظيمه مسوول اسدالله خالد هم وينا وکړه او د مخالفينو له خوا روانه جګړه يې د پنجاب د ګټو جګړه وبلله.

 هغه په دې اړه وويل: ((طالبان زموږ د کليو او بانډو دي، هغوى زموږ وروڼه او تربرونه دي، خو رهبري يې پلورل شوې او هيڅ ادرس نه لري.))

 نوموړي ديني عالمان مخاطب کړل او ويې ويل: ((څنګه کولى شو هغوى د هېواد له قسم خوړليو دښمنانو رابېل کړو؟))

 خالد زياته کړه، چې د يني عالمان بايد د سولې په اړه خپل مسووليت تر سره کړي او هغوى ته لارښوونې وکړي، چې له پاکستان هېواد سره څنګه او له طالبانو سره څنګه خبرې وشي.

 د اروزګان ولايت څخه راغلي يوه ديني عالم مولوي لعل محمد د سولې اړوند وويل، چې ديني عالمان هيڅ اختيار نه لري او له بله پلوه هغوى مخالفين نه شي موندلى او که يې ومومي نو د حکومت سره د کار کولو په تور به يې ووژني.

 هغه پر حکومت او بهرنيو ځواکونو هم نيوکه وکړه، چې د دې نظام په پيل کې په لومړيو کلونو کې ارامي وه، خو د هغوى د اعمالو په پايله کې را وپارېدل او جګړه په نوې بڼه پيل شوه.

 د غونډې برخوالو ته د سوېلي حوزې د ولايتونو واليانو هم په خپلو ويناګانو کې له مخالفينو سره د سولې په اړه د ديني عالمانو د پراخ رول غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د هغوى لارښوونې د پرمختګ سبب کېداى شي.

 د غونډې په پاى کې د سوېلي حوزې د شپږو ولايتونو شاو خوا ٣٠٠ ديني عالمان په اتو ګروپونو ووېشل شول، چې تر اړخيزو بحثونو او نظرونو اخيستلو ورسته يې په ١٩ مادو کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ.

 په پريکړه ليک کې د سولې په اړه د و لسمشر د وروستي دريځ د عملي کېدو غوښتنه وشوه او ويې ويل، چې د خبرو اترو لورى بايد نېغ په نېغه پاکستان هېواد وي.

 د دې پرېکړه ليک له لارې علماوو ته د اختيار ورکولو غوښتنه شوې وه، دغه راز د سولې په خبرو کې د اسلامي هېوادونو د منځګړتوب او پر پاکستان د نړيوالې ټولنې د فشار غوښتنه شوې وه.

 په پرېکړه ليک کې  راغلي: ((د هېواد په ګوټ ګوټ کې دې ديني مدرسې جوړې شي، په هېواد کې دننه دې پراخې اقتصادي اسانتياوې برابرې شي تر څو افغان کډوال هېواد ته را ستانه شي، افغان او بهرني ځواکونه دې خپل عمليات په دقيقه او محتاطه توګه تر سره کړي، په دولتي ادارو کې دې ريفورم او اصلاحات وشي.))

 د غونډې برخوالو علماوو د سولې په پروسه کې د بين المللي تضمين غوښتنه هم وکړه او زياته يې کړه، چې د سولې پر مهال دې د موجوده حکومت د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې لکه مدني حقوق، د مېرمنو حقوق او نور پر ځاى پاتې شي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement