د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې ٢٥٠ ديني عالمانو د سويې ازموينه ورکړه

په کندهار کې ٢٥٠ ديني عالمانو د سويې ازموينه ورکړه

Oct 10, 2011 - 19:47

کندهار ښار (پژواک  ١٨تله ٩٠): د کندهار ښار او ولسواليو له ٢٥٠ ديني عالمانو او طالب العلمانو څخه د دولسم ټولګي د فراغت د رسمي اسنادو د تر لاسه کولو په موخه، د سويې ازموينه واخيستل شوه.

 د کندهار د پوهنې رييس نجيب الله مجددي د ازموينې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ازموينې دا لړۍ د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د څانګې له لوري پيل شوې ده.

 نوموړي زياته کړه، په نننۍ ازموينه کې د کندهار ښار او ولسواليو ٢٥٠ ديني عالمانو ګډون کړى وو، چې د پوښتنو زياته برخه يې ديني وه.

 د نوموړي په وينا، هغه ديني عالمان او طالبان، چې ديني زده کړې يې کړې وي او اړوند رسمي اسناد نه لري، کولى شي د دولسم ټولګي د فراغت سندونه تر لاسه کړي.

 ده وويل، د ازموينې په پايله کې بريالي شوي کسان د دولسمو ټولګيو د نورو فارغينو په څېر په دولتي او نادولتي ادارو کې دندې تر سره کولى شي.

 د پنجوايي ولسوالۍ يوه ديني عالم، چې په دغې ازموينه کې يې ګډون کړى و، دا يو ډېر ښه اقدام وګاڼه او ويې ويل، چې هغه ديني زده کړي ترسره کړې دي؛ خو د خپلو اړوندو زده کړو رسمي اسناد يې نه لرل.

 دى وايي، چې د رسمي اسنادو په ترلاسه کولو سره به وکولى شي، ځان ته مناسبه دنده پيدا کړي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement