د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يو پوليس ووژل شو

يو پوليس ووژل شو

Oct 14, 2011 - 11:37

کابل (پژواک٢١تله٩٠):د پوليسو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ  د فارياب ولايت د قرم قل ولسوالۍ په جنګل سيمه کې جګړه روانه ده .

د دى ولايت دپوليسو د همغږۍ د مرکز مسوول ډګروال غلام دستګير پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه جګړه سهار اته بجى هغه مهال د پوليسو او د دولت د وسلوالو مخالفينو ترمنځ رامنځته شوه ، چې مخالفينو د پوليسو د ګزمې پر موټر بريد وکړ .

د هغه د معلوماتو له مخې ، جنګل د فارياب د اندخوى او قرم قل ولسواليو ترمنځ پرته سيمه ده .

د ډګروال دستګير په وينا، په دغه جګړه کې تراوسمهاله يو پوليس وژل شوى دى .

د اندخوى ولسوال سلطان محمدسنجر ياده پيښه تاييد کړه .

د هغه په وينا، د اندخوى ، قرم قل ، قرغان او خان چهارباغ پوليسو يوځاى د جنګل په سيمه کې ګزمه کوله ، چې د وسلوالو مخالفينو له بريد سره مخ شول .

د ده په وينا ، چې جګړه اوس هم روانه ده او وسلوال  مخالفين د تېښتې په هڅه کې دي .

سلطان محمد سنجر زياته کړه ، چې په دغه جګړه کې يو پوليس وژل شوى ، خو وسلوالو مخالفينو ته د اوښتې مرګ ژوبلى په اړه معلومات نلري .

د محمد نعيم په نوم يوتن عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو ساعتونو راهيسې افغان ځواکونو د جنګل په سيمه کې ، چې د جوزجان _فارياب لويه لار پرې پرته ده د مسافرينو پرمخ تړلې ده .

ده هم تاييد کړه ، چې جګړه اوس هم روانه ده.

خو وسلوالو طالبانو لا تراوسه ددې جګړې په اړه څه نه دي ويلي .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement