د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کونړ کې په تېرو نهو کلونو کې ١٦٨٩ پروژې پلې شوې دي

په کونړ کې په تېرو نهو کلونو کې ١٦٨٩ پروژې پلې شوې دي

Feb 06, 2013 - 13:08

اسعد اباد( پژواک ١٨ سلواغه ٩١ ): په کونړ کې د ملي پيوستون مسوولين وايي ، چې په دې ولايت کې يې د بيارغونې ١٦٨٩ پروژې پلې کړې دي.

ملي پيوستون د کليو د پراختيا او بيا رغونې وزارت  په چوکاټ کې يو افغاني ملي پروګرام دی، چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې فعا ليت کوي.

په کونړ ولايت کې د ملي پيوستون مسوولين وايي، چې په تېرو نهو کلونو کې د دې ولايت لپاره څه کم دوه زره (١٩٥٢) پروژې منظورې شوې وې، چې تر اوسه يې ١٦٨٩ پروژې بشپړې شوې دي.

په دې ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرام سرپرست انجنير عجب ګل پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل ، چې دغه پروګرام په کونړ کې په درېيو پړاوونو کې پلى شوى دى.

د هغه په وينا، لومړى پړاو له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٧ پورې، دويم يې له ٢٠٠٧ څخه تر ٢٠١٠ پورې او درېيم يې له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٢ کاله پورې و.

نوموړي زياته کړه ، چې په ياده موده کې يې د څه دپاسه ١٧٥ ميليارده افغانيو په لګښت د ولس د لس سلنې په ونډې سر ه يادې پروژې پلې کړې دي.

هغه زياته کړه ، چې اوس هم په دې ولايت کې پر ٢٦٣ پروژو کار روان دى .

انجنير عجب ګل وايي، چې يادې پروژې ددې ولايت دمرکز او بېلابېلو ولسواليو د ٩٣٤ شوراګانو لخوا وړانديز شوې وې او د همدوى په همکارۍ تطبيق شوې دي.

هغه زياتوي ، چې په ټول کونړکې تر اوسه پورې د ملي پيوستون دپروژو پر وړاندې داسې کومه ستونزه د هېچا لخوا نه ده راپيدا شوې ، چې پروژه درېدلې وي.

خو عجب ګل وايي، چې په ځينو سيمو کې د شوراګانو ترمنځ د ځينو پروژو پر سر وړې وړې ستونزې پيدا شوې وې، خو بېرته د خبرو اترو له لارې هوارې شوې دي.

د ملي پيوستون دپروګرام سرپرست وويل ، چې په کونړکې د ملي پيوستون له دفترسره درې نورې همکاره ادارې (ريليف،مديرا او نارويژن) هم د اړونده وزارت په موافقه کار کوي.

نوموړی وايي، چې دا همکارې ادارې  لومړی خلکوته عامه پوهاوی ورکوي، چې د شوراګانو لپاره ټاکنې وکړي ، بيا د هرې شورا لپاره رييس،منشي اوخزانه دار ټاکل کېږي ، بيا يادې موسسې د شوراګانو غړو ته روزنه ورکوي، چې دوى څه ډول وکولى شي يوه پروژه ډيزاين او تطبيق کړي.

د عجب ګل په وينا، په کونړ کې دا مهال يواځې درېيو ولسواليو نورګل،نرنګ اوسرکا ڼو د ملي پيوستون دريېم پړاو ته لار پيداکړې، ځکه چې دوی خپل ټول بانکي حسابونه تصفيه کړي او خپلې ټولې پروژې يې د ملي پيوستون له اصولو سره سمې بشپړې او تسليم کړې دي .

د نورګل ولسوالۍ د مزار درې يو تن قومي مشر سيدجلال وايي، چې  ملي پيوستون ډېر ښه پروګرام دی ، ځکه چې پيسې د دولت دي  خو د خلکو په خوښه او مشورې لګول کېږي .

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې که خلک له دې پيسو نه په سمه ټوګه کار واخلي او ښې پروژې انتخاب کړي ، نو د تل لپاره به خوشحاله وي.

نوموړی زياتوي ، چې د نورګل ولسوالۍ درې برخې خلک د مزار درې په غرنۍ سيمه کې اوسېږي، چې تراوسه ورته سړک نه دی جوړ شوی ، خلک  لس  ساعته په پښو پلى مزل کوي، خوراکي توکي اونور د اړتيا وړ شيان په خرو وړي .

د نورګل ولسوالۍ يو بل قومي مشر حاجي مبارز وايي کله چې په لومړي ځل په دې ولسوالۍ کې ، چې د ملي پيوستون لخوا شورا ګانې جوړېدې، نو خلکو پکې ونډه نه اخيسته.

هغه زياته کړه،وروستو کله چې خلک يې له ګټو خبر شول ، چې ددوى په خوښه پروژې تطبيقيږي، نو بيا يې ډلې ډلې راتلې.

د نوموړي په وينا، په نورګل ولسوالۍ کې د ملي پيوستون لخوا شپږپنځوس شوراګانې جوړې شوي، چې ټولو شوراګانوته ورکړل شوې بوديجه په سمه توګه مصرف او پروژې يې پخپل وخت سرته رسولې دي .

مبارز وايي، همدالامل دی چې دنورګل ولسوالۍ ټولې شوراګانې د دريېم ځل لپاره دملي پيوستون په پروګرام کې شامل شوې.

د څوکۍ ولسوالۍ د ديوه ګل درې يو تن اوسېدونکی حاجي ممتاز چمبيلی وايي ، چې  ملي پيوستون په ټول کونړ کې يواځينى پروګرام دى ، چې په هوارو او غرنيو سيمو کې  پلى کېږي .

هغه زياته کړه : (( ددې پروژو ګټه ټولو خلکو ته رسيږي، ځکه يې څوک مخالفت نه کوي.))

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement