د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دولتي چارواکو په نوم د فېسبوک د جعلي پاڼو مخنيوى کېږي

د دولتي چارواکو په نوم د فېسبوک د جعلي پاڼو مخنيوى کېږي

Jun 21, 2014 - 19:25

کابل (پژواک ٣١ غبرګولى ٩٣): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، چې په افغانستان کې ټولنيزې شبکې په تېره بيا فېسبوک نه بنديږي، خو په داسې يوه طرحه کار روان دى چې د دولتي چارواکو په نوم د فېسبوک له جعلي پاڼو چې ترې ناوړه ګټه پورته کېږي مخنيوى وشي.

په دې وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې د مخابراتو وزارت  په هېواد کې د ټاکنيزو ناندريو د زياتېدو د مخنيوي لپاره ټولنيزې پاڼې په تېره بيا فېسبوک د يو څه مودې لپاره بندوي.

خو د ياد وزارت وياند نصرت رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ډول راپورونه چې ځينو کسانو خپاره کړي، واقعيت نه لري.

هغه زياته کړه: ((موږ فېسبوک او بل کوم ټولنيزه رسنۍ نه بندوو او نه کوم داسې پروګرام لرو، دا چې د ځينو کسانو د فېسبوک پاڼې نه  خلاصيږي، د فېسبوک خپله تخنيکي ستونزه ده.))

خو رحيمي وايي، چې د مخابراتو وزارت د فېسبوک له مرکزي دفتر سره د خبرو په حال کې دى او پر دې کار کوي، چې جعلي پاڼې چې د دولتي لوړپوړو چاراکو د وزيرانو، واليانو او وکيلانو په نوم د ځينو نامسوولو کسانو له خوا جوړې شوې، په نښه کړي او مخنيوى يې وکړي.

 د مخابراتو وزارت وياند د  دولتي چارواکو په نوم د جعلي فېسبوک په  اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل چې وزارت دغه ګام د ځينو دولتي چارواکو د شکايتونو پر بنسټ پورته کړي دي.

 هغه په ډاګه کړه چې ياد وزارت په يوه داسې طرحه کار کوي، چې په هېواد  کې ټولنيزې پاڼې حقيقي او قانوني بڼه غوره کړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ولسمشرۍ د کانديدانو ځيني پلويان  په فېسبوک کې د يو بل پر خلاف توندې خبرې کوي او قومي تعصبونو ته لمن وهي، ځينو خلکو او بنسټونو وړانديز کړى و چې د مخابراتو وزارت بايد د دغسې ناندريو د مخنيوي په موخه، فېسبوک بند کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزارت د اندېښنې په ښودلو سره هم  ويلي، چې ځينې کورني او بهرني کړۍ غواړي د فېسبوک پاڼو له لارې ناندريو ته لمن ووهي.

د ملي امنيت عمومي رياست هم مني چې د ځينو بهرنيو کړيو له خوا د فېسبوک له لارې د ناندريو د لمن وهلو په موخه هڅې پيل شوي دي.

ياد رياست له خلکو غوښتنه کړې، چې په خپلو ټولنيزو پاڼو کې له اوازو او واقعيت څخه لرو خبرونو له  خپرولو څخه  په کلکه مخنيوى وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement