د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان د رېل پټلۍ دهمکاريو سازمانو غريتوب تر لاسه کړ

افغانستان د رېل پټلۍ دهمکاريو سازمانو غريتوب تر لاسه کړ

Jun 25, 2014 - 18:01

کابل(پژواک، ٤ چنګاښ ٩٣): د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې افغانستان د رېل پټلۍ د همکاريو سازمان  غړيتوب، ددغه سازمان د وزيرانو په غونډه کې  تر لاسه کړ.

ددغه سازمان ٤٢ غونډه د روان کال د غبرګولي مياشتې په ١٥-١٦ مه نېټه د لېتوانيا هېوادپه ويلنيوس ښار کې جوړه شوې وه.

  د بهرنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  ددغه وزارت له زياتو هڅو او په پولنډ کې د رېل پټلۍ د همکاريو سازمان(OSJD) سره له پرله پسې اړيکو وروسته، افغانستان ته په دغه سازمان کې د غړيتوب زمينه مساعده شوه.

سرچينې زياته کړه، چې افغانستان ددغه سازمان د غړيتوب په تر لاسه کولو سره نه يواځې، چې د افغانستان او منځۍ اسيا د سوداګرو د مال په لېږد کې مرسته کوي، بلکې د رېل کاډي کرښې د ساتنې، اغېزمنتيا او نړيوالو سټنډرډونو ته د رېل پټلۍ د تعاملاتو په اعتبار بښلو کې هم د سيمې او نړۍ په کچه ګڼې اسانتياوې رامنځته کوي.

خبرپاڼه زياتوي، چې ددې ترڅنګ د سيمې رېل پټليو شبکې  سره د افغانستان د رېل پټليو د نښلونې زمينه هم برابرېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغانستان تر دې وړاندې د رېل پټلۍ نړيوالې ټولنې (UIC) غړيتوب هم ددغه ټولنې په درېيمه ناسته کې، چې د ٢٠١٣ زېږديز کال د ډسمبر په ١٢ مه نېټه په پاريس کې ترسره شوه، لاسته راوړى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement