د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دوه زره تنو ته د کمپيوټر او انګليسي ژبې زده کړه ورکړل شوه

دوه زره تنو ته د کمپيوټر او انګليسي ژبې زده کړه ورکړل شوه

Jun 25, 2014 - 17:35

کابل ( پژواک، ٤ چنګاښ ٩٣ ) :  د پاکستان  سفارت له خوا په جوړ شويو کورسونو کې دوه زره تنو ته  د کمپيوټر او انګليسي ژبې زده کړه ورکړل شوه.

يادو کسانو ته د سندونو د ورکولو مراسم د چنګاښ په ٤مه، دپاکستان په سفارت کې نيول شوي وو، چې په کې د پاکستان سفير سيد ابرارحسين، د کابل والي عبدالجبار تقوا او د ملي شورا ګڼ شمېر غړو برخه اخيستې وه.

د پاکستان سفير وويل، چې دوى دغه لړۍ په ٢٠١١ زېږديز کال کې پيل کړې وه، او تر اوسه تر دوو زرو زياتو کسانو ته يې د انګليسي ژبې او کمپيوټر  په برخو کې په ١١ مرحلو کې زده کړې ورکړې دي.

هغه زياته کړه، چې هره مرحله درې مياشتې وخت لري او زده کوونکو ته په وړيا ډول دانګليسي ژبې او د کمپيوټر زده کړه ورکول کېږي .

دى وايي ، چې دا ځل په يوولسم دور کې يې ٢٥٠ کسانو ته، چې ٨٠ تنه يې نجونې وې، يادې زده کړې ورکړې دي.

د پاکستان سفير وويل ، چې افغانستان او پاکستان جغرافيايي او فرهنګي اړيکې لري او غواړي ، چې دې اړيکو ته پراختيا ورکړي.

د کابل والي عبدالجبار تقوا له پاکستان څخه مننه وکړه، چې دافغانستان ځوانانو ته يې د زده کړې زمينه برابره کړې ده.

هغه ځوانان وهڅول، چې له دې اسانتياوو څخه سمه ګټه پورته کړي او خپل راتلونکى جوړ کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement