د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حامد کرزى: د کانديدانو د نظر اختلاف به ژر لرې شي

حامد کرزى: د کانديدانو د نظر اختلاف به ژر لرې شي

Jun 26, 2014 - 17:23

کابل (پژواک ٥ چنګاښ ٩٣): ولسمشر کرزى وايي، د ټاکنو په اړه د نوماندانو د نظر موجود اختلاف به ډېر ژر لرې شي او د افغانستان د ټولو خلکو رايو ته به احترام وشي.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه (د چنګاښ پنځمه) په ارګ کې د فراه، نيمروز او د هلمند ولايتونو له يو شمېر مشرانو سره د کتنې پرمهال کړې دي.

د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو مشرانو په دې کتنه کې په هلمند کې پر وروستيو جګړو اندېښنه وښودله او له حکومته يې وغوښتل، چې زيانمنو شويو خلکو ته دې ژر تر ژره مرستې و رسول شي.

دې مشرانو ټينګار کړى، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د ټاکنو پايلې دې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا په ټاکل شوې نېټه اعلان شي.

د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې او ټاکل شوې چې لومړنۍ پايلې يې د چنګاښ په ١١مه او وروستۍ يې د همدې مياشتې په ٣١مه اعلان شي.

د فراه، نيمروز او هلمند مشرانو په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان د ثبات، ترقۍ او د دغه هېواد په خپلو پښو د درولو په لاره کې د ولسمشر کرزي هڅې ستايلې او له راتلونکي ولسمشر څخه يې غوښتي، چې په خپله پنځه کلنه دوره کې دې د حامد کرزي کړنلاره خپله کړي.

خبرپاڼه زياتوي، ولسمشر کرزي په هلمند کې وروستۍ جګړه د پرديو د اهدافو او اغراضو د ترسره کېدو لپاره وسيله وبلله او ويې ويل، چې په دغې جګړه کې د بهرنيانو لاس دى، بهرني افراد دلته جګړه کوي او په دې جګړه کې بهرني جګړه ماران هم ليدل شوي دي.

ولسمشر يو ځل بيا پر هغو افغان طالبانو، چې ځانونه د دې خاورې بچيان بولي، غږ کړى چې پر خپل ملت دې رحم وکړي، د خپلو خلکو وينې دې نه تويوي او له جګړې څخه دې لاس واخلي او که چېرې دوى په دغو جګړو کې ښکېل نه وي، نو په زغرده دې اعلان وکړي، چې دا جګړې د دوى له خوا نه ترسره کېږي.

حامد کرزي همداراز ويلي، چې هلمند ته يې مرستې استولي او په دې اړه يې اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده.

د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې له تېرو پنځو ورځو راهيسې جګړه روانه ده، خو دا جګړه اوسمهال درېيو نورو شمالي ولسواليو موسى کلا، کجکي او نوزاد ته هم غځېدلې ده.

په دې جګړو کې تردې دمه کابو ٤٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم بيا نن وويل، چې د سنګين جګړه په کوېټه کې پلان شوې او پاکستاني پوځي افسران د دې جګړه مشري پر غاړه لري او خپله هم په کې جنګېږي.

خبرپاڼه کاږي، حامد کرزي په هېوادکې د ولسمشرۍ ټاکنې د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي د ټينګښت نښه بللې ده.

ده ويلي، د افغانستان خلکو په ټول هېواد کې په ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړ او په ټولو ولايتونو کې خلکو دواړو کانديدانو ته رايې ورکړلې، چې دا د افغانانو د هوښيارۍ، د ولسواکۍ د غوښتنې او پياوړتيا او د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي د لا ټينګښت نښه ده.

هغه زياته کړې، چې دا په ټوله نړۍ کې معمول دى، چې په ټاکنو کې د کانديدانو ترمنځ د نظر اختلاف موجود وي، خو د نظر دغه اختلاف د تفاهم له لارې هوارېږي.

ولسمشر ويلي: "زموږ د جمهوري رياست د دوهم پړاو انتخابات هم د اندېښنې وړ نه دي. دواړه کانديدان د دې هېواد ملي مهم شخصيتونه دي او خپله خاوره ورباندې ډېره ګرانه ده. د نظر موجود اختلاف به ډېر ژر لرې شي او د افغانستان د ټولو خلکو رايو ته به احترام وشي او په دغو دواړو کانديدانو کې، هر چا چې د افغانستان د خلکو باور ترلاسـه کړ، هغه به د دې هېواد جمهور رئيس شي."

د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې، د ولسمشرۍ د بل نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ډله په ټاکنو کې پر درغليو تورنه کړې ده.

د تحول او تداوم ډله وايي، ټاکنيزې درغلۍ بايد د اړوندو قانوني مراجعو له خوا وڅېړل شي، خو ډاکټر عبدالله ويلي، چې پر ټاکنيزو کمېسيونونو باور نه لري.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement