د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د امنيت شورا: نوماندان بايد ټاکنيزو بنسټونو ته درناوى وکړي

د امنيت شورا: نوماندان بايد ټاکنيزو بنسټونو ته درناوى وکړي

Jun 26, 2014 - 19:58

کابل (پژواک ٥ چنګاښ ٩٣): د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغانستان د ټاکنو له نوماندانو غوښتي، چې له ټاکنيزو بنسټونو سره له درناوي ډک چلند او مرستې پر مخ ولاړ شي او له هر ډول داسې کړنو، چې د تاوتريخوالي او بې ثباتۍ لامل ګرځي، ډډه وکړي.

 دغې شورا د افغانستان د ټاکنو په اړه په خپله اعلاميه کې ويلي، چې دواړه نوماندان بايد خپل شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون له لارې او د افغانستان د اساسي قانون او ټاکنو قانون په چوکاټ کې وڅېړي.

د امنيت شورا، د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنو له تر سره کېدو څخه د هرکلي او په دغې پروسه کې د ښځو د پراخ ګډون د ستايلو ترڅنګ، په افغانستان کې د ډيموکراتيکې پراختيا او لېږد کې د افغانستان د ټاکنو پر اهميت ټينګار کړى دى.

يادې شورا د هېواد له ټاکنيزو بنسټونو غوښتي، چې "د دغې تاريخي او مهمې لړۍ په اوږدو کې د امانتدارۍ تر ټولو ستر معيارونه په پام کې ونيسي" او د ټاکنو روڼتيا د ټينګښت او له درغلۍ څخه د مخنيوي په موخه يې، په ټاکنو کې د اړوندو بنسټونو له لوري پر ممکنه هڅو ټينګار کړى دى.

د امنيت شورا ويلي: "په ټاکنو کې له ټولو اړوندو لورو غواړو، چې له ټاکنيزو پروسو او بنسټونو سره په درناوي چلند او همکاري وکړي او له هر ډول داسې کړنو څخه، چې د مدني تاوتريخوالي، بې نظمۍ او بې ثباتۍ لامل ګرځي، ډډه وکړي او خپل شکايتونه د هغو بنسټونو له لارې، چې د افغانستان د اساسي قانون او د ټاکنو له قانون سره سمون خوري، وڅېړي."

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وايي، د ټاکنو په لړۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او د خلکو قربانيو ته درناوى کوي او يو ځل بيا په دې ټينګار کوي، چې هېڅ ډول ترهګريز عمل د افغانانو په مشرۍ د ډيموکراسۍ، سولې او ثبات لاره نه شي بدلولى.

د ملي امنيت شورا د نوماندانو او ټاکنيزو کارکوونکو په ګډون پر ملکي کسانو د وسله والو مخالفينو له لوري بريدونه او همدارنګه پر ټاکنيزو ودانيو بريدونه غندلي دي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement