د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر کرزي هېوادوال د وزيرستان له کډوالو سره مرستې کولو ته وهڅول

ولسمشر کرزي هېوادوال د وزيرستان له کډوالو سره مرستې کولو ته وهڅول

Jun 26, 2014 - 18:55

کابل (پژواک ٥ چنګاښ ٩٣): ولسمشر حامد کرزى وايي، له وزيرستان څخه راغلو کورنيو ته د بشري مرستو رسول او د دوى لاسنيوى زموږ د ټولو دنده ده.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه (د چنګاښ پنځمه) په خپلې نوبتي راډيويي وينا کې کړې دي.

په شمال وزيرستان کې د پاکستان د حکومت له لوري د پيل شويو پوځي عملياتو له امله، زرګونه کسان د خوست بېلابېلو ولسواليو ته راکډه شوي دي.

کرزي زياته کړې، د هېواد ټولو اړوندو دولتي موسسو ته جدي لارښوونه شوې ده، چې له وزيرستان څخه راغلو کورنيو ته د روغتيايي خدمتونو او نورو مرستو د رسولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

د هغه په خبره، کله چې په سيمه کې د ځينو امنيتي ستونزو له امله دا کورنۍ د خوست ولايت ته راواوښتې، د خوست خلکو د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې له دغو راغلو کورنيو سره د ستاينې وړ مرستې وکړې، په خپلو کورونو کې يې ځاى ورکړ او د دوى يې ښه مېلمه پالنه وکړه.

کرزى وايي: "زه د خوستيانو هېوادوالو له دې بشرپالنې مننه کوم، هيله ده چې د پکتيا او پکتيکا خلک هم دغو مجبورو کډو او کورنيو ته په خپلو سيمو او کورونو کې په عزت ځاى ورکړي او مېلمه پالنه يې وکړي."

حامد کرزي له ټولو خيريه موسسو څخه غوښتي، چې د راغلو کورنيو ماشومانو او نورو غړو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او د نورو مرستو د رسولو لپاره خپل سيار ټيمونه سيمې ته ولېږي، ترڅو د دغو کډوالو د کورنۍ غړي او ماشومان له روغتيايي ستونزو سره مخامخ نه شي.

ولسمشر په ټولو هېوادوالو، په تېره په شتمنو او ملي سوداګرو غږ کړى، چې له دغو راغلو کډو اوکورنيو سره د لاسنيوي لپاره په خپلو سيمو کې مرستې راټولې کړي او دغو بې وسو کورنيو ته يې و رسوي.

حامد کرزي ويلي، په جلال اباد کې د دغو را اوښتو کورنيو لپاره د مرستو ټولولو کار پيل شوى دى، همدغسې بايد په نورو سيمو کې هم د مرستو ټولولو کار پيل شي، څو دا کورنۍ تر هغې چې بېرته خپلو کورونو ته په خير او عزت ستنېږي، دلته له ستونزو سره مخ نه شي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement