د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: د موټرو کرايې دې د تېلو بيو ته په پام وټاکل شي

خلک: د موټرو کرايې دې د تېلو بيو ته په پام وټاکل شي

Jan 19, 2015 - 16:11

کندهار (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٣): د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې وروستيو کې د تېلو بيې نيم په نيمه رالوېدلې، خو د موټرو کرايې هماغسې لوړې دي خو حکومت په دې برخه کې کوم اقدام نه دى کړى.

خلک وايي، پخوا د يوه لېتر پټرولو بيه ٦٥ افغانۍ وه، خو اوس چې يې بيه ٣٩ افغانيو ته راټيټه شوې، نه يواځې ټکسي چلوونکي، بلکې د لويو لارو موټر چلوونکي هم ورڅخه د پخوا په څېر لوړه کرايه اخلي.

د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي نوراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د تېلو بيې مخ په ټيټېدو دي، خو د موټرو په کرايو کې هېڅ بدلون نه دى راغلى.

نوموړى چې د کندهار ښار په شوراندام سيمه کې دوکان لري، وايي هره ورځ له کوره د ټکسي په وسيله خپل کار ځاى ته ځي، هغه وخت چې تېل ګران وو ٤٠ افغانۍ کرايه ورڅخه اخيستل کېده، خو اوس چې ارزانه شوي، هم همدومره کرايه ورکوي.

دى وايي، د تېلو بيو ته په کتو نه ټکسي چلوونکو کرايې ټيټې کړې او نه هم اړوند دولتي ادارو په دې برخه کې کوم اقدام کړى دى.

د ده په خبره، له خلکو د لوړې کرايې اخيستل لوى ظلم دى، په داسې حال کې چې خلک اوس د پخوا په پرتله له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ده له دولته وغوښتل چې د تېلو بيو ته په پام دې د موټرو کرايې هم راټيټې کړي.

دغه راز په کندهار ښار کې تر ځينو معلومو ځايونو پورې په ټکسي کې د تلو کرايه ٢٠ افغانۍ ټاکل شوې چې په دې کې هم کوم بدلون نه دى راغلى.

کندهار ښاريان په دې باور دي چې د ټکسي موټرو لپاره په ښار کې د تمځايونو نه شتوالي هم زمينه برابره کړې چې ټکسي چلوونکي پر خپل سر چې څومره يې خوښه وي، هومره کرايه واخلي.

د ښاري ټکسي تر څنګ د کندهار ښار او ولسواليو تر منځ هم د موټرو په کرايو کې هم هيڅ بدلون نه دى راغلى.

خلک وايي هره ورځ په زرګونو کسان د کندهار ښار او ولسواليو تر منځ په ټکسي موټرو کې تګ راتګ کوي، خو کرايې يې هماغسې لوړې دي.

د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکى عزت الله وايي، مخکې ټکسي چلوونکو له کندهار ښاره سپين بولدک ولسوالۍ ته د يوه سپرلي پر سر ٢٥٠ افغانۍ کرايه اخيسته، خو اوس چې تېل هم ارزانه دي، همدا کرايه اخيستل کېږي.

دى وايي، اړوندې دولتي ادارې خپل مسووليتونه نه ترسره کوي، نه يې د توکو بيې کنټرول کړې او نه هم کرايې؛ ځکه خو په هره برخه کې خپلسري روانه ده.

عزت الله وايي، هغه مسافر چې له کندهاره کابل او هرات ته سفرونه کوي هم له لوړې کرايې سر ټکوي او له دولته د کرايو د ټيټولو غوښتنه کوي.

دوى وايي، کلونه وشول چې کابل يا هرات ته د تلو پر مهال په ٣٠٣ بسونو کې ورڅخه ٥٠٠ افغانۍ کرايه اخيستل کېږي، خو د تېلو له ارزانه کېدو سره هم دا بيه راټيټه نه شوه.

د ده په باور، که په ورځني ژوند کې د هر کارېدونکي توکي بيه راټيټيږي، نو عام ولس ته يې هيڅ ګټه نه رسېږي؛ ځکه دولت د عامو خلکو هيڅ پروا نه ساتي او هغوى ته د اسانتياوو برابرولو په فکر کې نه دى.

بلخوا خلک دا شکايت هم کوي چې د تېلو له ارزانه کېدو سره د تېلو بيې هم يو شان نه دي، ځيني تېل پلورونکي يو لېتر پټرول په ٣٩ افغانۍ پلوري، خو څو ګامه وړاندې په يوه بله ساحه کې بيا يو لېتر پټرول په ٤٢ يا ٤٤ افغانۍ پلورل کېږي.

د کندهار ښار د ټکسي چلوونکو اتحاديې مسوول محمد داوود زبردست همدا خبره کوي او وايي، دا سمه ده چې د تېلو بيې ټيټې شوې، خو تېل پلورونکي په يوه بيه تېل نه پلوري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، که تېل نور هم ارزانه شي او بيه يې په يوه حال پاتې شي، نو هغوى به هم خپلې کرايې راټيټې کړي.

نوموړى وايي، په کندهار کې شاوخوا ٢٥٠٠ ټکسي موټر چلېږي چې ٦٠٠ يې په کندهار ښار کې دننه او پاتې نور يې د کندهار ښار او ولسواليو تر منځ چلېږي.

په کندهار کې د احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورټ مسوول اغا صاحب هم وايي چې دوى د تېلو بيو ته په پام په پلان کې لري چې کرايې راټيټې کړي، خو شرط دا دى چې اوسنۍ بيه يوه يا دوه مياشتې دوام وکړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شرکت يې هم د ډريور او هم د سپرليو ګټه او ستونزې سنجوي، د هغوى لويه ستونزه دا ده چې د کندهار- کابل تر منځ لاره ډېره خرابه ده چې له امله يې د هغوى موټر ژر استهلاک کېږي.

په کندهار کې د انحصاراتو رياست چې د نفتو د بيو د کنټرول دنده پر غاړه لري وايي، تېل ارزانه شوي، خو د کرايې د ټيټولو مسووليت د ټرانسپورټ رياست دى.

د دې ادارې رييس محمد عثمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې همدا نن په کندهار کې يو لېتر پټرول په ٣٩ افغانۍ او يو لېتر ډېزل په ٤١ افغانۍ پلورل کېږي.

خو هغه دا ونه منله چې ګواګې تېل پلورونکي په يوه او بله بيه تېل پلوري؛ ځکه د تېلو اتحاديه هره ورځ د کندهار اړوند ټولو پټرول پمپونو ته يوه بيه ټاکي او هغه څاري.

د کندهار د ترانسپورت رييس نجيب احمدي وايي چې د ولايت مقام د حکم پر بنسټ يو کمېسيون جوړ شوى او همدا نن به د ښار او ولسواليو تر منځ د ټکسي موټرو لپاره د بيو لايحه بشپړوي او سر له سبا به يې د عملي کېدو کار پيلوي.

احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لويو لارو د موټرو د کرايو په اړه يې ترانسپورت وزارت ته خبر ورکړى او دا د دوى مسووليت دى د هېواد په کچه د لويو لارو د موټرو لپاره کرايې وټاکي؛ ځکه د تېلو بيې په ټول هېواد کې راټيټې شوې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement