د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بهرنيو تر وتو وروسته د ملي ځواکونو ملاتړ ډېر شوى

د بهرنيو تر وتو وروسته د ملي ځواکونو ملاتړ ډېر شوى

Jan 14, 2015 - 14:24

کندهار (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٣): له هغه وروسته چې له بهرنيو ځواکونو واک افغان ځواکونو ته سپارل شوى، د سولې ولايتي شورا په کندهار کې له افغان ځواکونو د خلکو د ملاتړ او د سولې په برخه کې د عامه پوهاوي هڅې پراخې کړې دي.

د کندهار د سولې ولايتي شورا په دې برخه کې تر دې مهاله د کندهار دوو ولسواليو ارغنداب او ډنډ ته سفرونه کړي او هلته يې د سيمې له اوسېدونکو او قومي مشرانو سره د سولې او له افغان ځواکونو د خلکو د ملاتړ په اړه غونډې جوړې کړې دي.

د کندهار د سولې د ولايتي شورا د عامه پوهاوي څانګې مسوول عبدالقدوس باعث پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې لړ کې د سولې د ولايتي شورا هڅه دا ده چې ټولو ولسواليو ته سفرونه وکړي او د سولې د پروسې د پياوړتيا په موخه له خلکو سره ګډ کار وکړي.

هغه زياته کړه، د سولې ولايتي شورا د دې تر څنګ چې خلکو ته به د سولې د پروسې د پياوړتيا په موخه عامه پوهاوى ورکوي او له افغان ځواکونو به يې ملاتړ ډېروي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او د نشه يي توکو د کر او قاچاق د مخنيوي په برخه کې به هم هلې ځلې کوي.

د نوموړي په وينا، د سولې ولايتي شورا دا هڅې تر هغه وروسته پراخوي چې دوې اوونۍ وړاندې د ولايت مقام په اداري غونډه کې افغان ځواکونو ته له واک سپارلو وروسته د سولې د هلو ځلو د چټکتيا غوښتنه وشوه.

په ياده شوې اداري غونډه کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا ويلي و چې د بهرنيو ځواکونو د نظامي ماموريت له پاى ته رسېدو سره پر وسله والو مخالفينو هغه بهانه نوره درېدلې چې ګواکې هغوى د بهرنيو ځواکونو د شتون په خاطر جګړې ته دوام ورکوي.

هغه پر وسله والو غږ کړى و چې له جګړې لاس واخلي او د امنيتي ځواکونو تر شا ودرېږي او دغه راز يې د سولې شورا له مسوولينو غوښتنه کړې وه چې د سولې او ثبات په برخه کې دې خپلې هڅې پراخې کړي، په کليو او ولسواليو کې دې غونډې جوړې کړي او د جوماتونو له امامانو سره دې وويني، تر څو وسله وال له جګړو را وګرځي.

په دې لړ کې د سولې ولايتي شورا له ارغنداب ولسوالۍ وروسته په ډنډ ولسوالۍ کې غونډه جوړه کړې وه چې په کې د سولې د ولايتي شورا مشر حاجي عطا محمد احمدي، د ډنډ ولسوال حاجي سيد محمد هاشم، د سولې د ولايتي شورا غړو او ګڼ شمېر قومي مشرانو ګډون کړى و.

غونډې ته د کندهار د سولې د ولايتي شورا مشر حاجي عطا محمد احمدي په خپله وينا کې وويل دا مهال په ټول هېواد کې امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي، په همدې بنسټ خلک بايد د خپل ملي رسالت له مخې د افغان ځواکونو تر شا ودرېږي.

هغه د ډنډ ولسوالۍ له قومي مشرانو او اوسېدونکو وغوښتل چې هر يو دې په خپله خپله سيمه کې له هغو کسانو سره اړيکې ونيسي چې د دولت په مخالفت کې ولاړ دي او هغوى دې ارام ژوند کولو ته وهڅوي.

ده وويل، دولت او د سولې عالي شورا ژمنه ده چې دغه راز خلکو ته به د مرستې او ښه ژوند کولو امکانات برابروي.

هغه د دې تر څنګ خلک د کورني تاوتريخوالي او نشه يي توکو د کر او قاچاق مخنيوي ته هم را وبلل.

د ډنډ ولسوال حاجي سيد محمد هاشم وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو تل د دولت ملاتړ کړى او د سولې لپاره يې هلې ځلې کړي چې پر بنسټ يې د دې ولسوالۍ امنيت ښه شوى دى.

د دې ولسوالۍ د سولې شورا يوه رضاکار مشر حاجي محمد شريف هم وويل چې څو کاله وړاندې په ډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زيات وو او تل به ناامني وه، خو د سيمې اوسېدونکو د ناامنيو د ورکولو په برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړې.

هغه زياته کړه، سره له دې چې اوس دغلته امنيت ښه دى، ټول ښوونځي او ټول روغتيايي مرکزونه پرانيستي دي، خو بيا هم دولت د دې ولسوالۍ بيارغونې ته پاملرنه نه کړې.

د ډنډ ولسوالۍ د ولسي شورا غړي حاجي عبدالنافع وويل چې د سولې او ثبات په موخه په کار ده چې په دې او نورو ولسواليو کې له کورونو او کليو څخه د پخلاينې چارې پيل شي او په دې موخه قوي نفوذ لرونکې شوراګانې جوړې شي.

د سولې د ولايتي شورا مشر ژمنه وکړه چې د سولې او ثبات لپاره به د ټولو هغو لارو چارو کار اخيستل کېږي چې ولس يې غواړي او پايلې يې مثبتې وي.

هغه وويل په دې لړ کې به د کندهار ټولو ولسواليو ته سفرونه کوي او سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره به له خلکو سره په ګډه کار کوي.

د يادونې ده چې تېره اوونۍ په ارغنداب ولسوالۍ کې هم ورته غونډه جوړه شوې وه چې په کې د دې ولسوالۍ عامو اوسېدونکو او قومي مشرانو ګډون کړى و.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement