د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کارپوهان د کټواز پر نفتي حوزې د بیا کار پیل له اقتصادي پلوه ګټور ګڼي

کارپوهان د کټواز پر نفتي حوزې د بیا کار پیل له اقتصادي پلوه ګټور ګڼي

Dec 03, 2014 - 17:36

کابل (پژواک، ١٢ لېندۍ ۹۳): په داسې حال کې چې کارپوهان د کټواز پر نفتي حوزې کار د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمه ګڼي، خو د نامعلومو لاملونو له مخې تر اوسه پردې نفتي حوزه کار نه دی شوی.

د پژواک خبریال چې د دې نفتي حوزې شاوخوا سیمه یې له نږدې ليدلې، وایي چې د دې حوزې یو شمېر نفتي څاګانې، چې د داوود خان د واکمنۍ پر مهال یې اکتشافي پړاو ترسره شوی، هغه وخت د اړوندې کمپنۍ له خوا په نښه شوي، چې اوس هم پېژندل کېږي.

د پکتيکا د کټواز ساحه، د دې ولایت د مرکز ښرنې په ګډون له يوسف خېلو، یحیی خېلو، زرغون شهر، جاني خېلو، خوشامند، وازه خواه او تروه ولسواليو څخه جوړه شوې ګډه سيمه ده، چې منځنۍ ساحه يې د زرغون شهر(خيرکوټ) ولسوالۍ په نوم يادېږي.

د کټواز شمال خوا ته غزني ولايت، لوېديځ ته یې غزني او زابل ولايتونه موقعيت لري. سوېل ته ډیورند کرښه او ختيځ لور ته د ښرنې په ګډون وړممۍ او ګومل ولسوالۍ موقعيت لري.

د کټواز نفتي حوزې د ساحې پراخوالى ٤٠زره کيلومتره مربع ښودل شوی، چې د ټوټال کمپنۍ يواځې د زرغون شهر، جانی خېلو او خوشامند ولسواليو کې لومړنۍ سروې ترسره کړې وې.

د پکتیکا ولایت مرستیال والي عطاءالله فضلي او د دې ولایت د کانونو رییس انجنیر نقیب الله دلبرزوی وایی، په ۱۳۵۴لمريز کال د ټوټال په نامه یوې فرانسوي کمپنۍ د هغه مهال (د نفتو ملي موسسې رياست) سره يو تړون لاسليک کړ، چې له مخې یې دغې کمپنۍ مکلفيت درلود، ترڅو د دوو ميليونو امريکايي ډالرو په بدل کې په دوه نيمو کلونو کې د دې حوزې د ګازو او نفتو د تثبيت او تشخيص په موخه جيولوجيکي څېړنې تر سره کړي.

د پکتیکا دغو ځایي چارواکو پژواک خبري اژانس ته وویل، چې ټوټال کمپنۍ د ګازو او نفتو تر يو لړ جيولوجيکي څېړنو وروسته، د تفحصاتي لومړي پړاو له معيار بشپړولو نه وړاندې د دې څېړنې له دوام څخه سر وغړاوه.

همدارنګه د کانونو او پټرولیم پخواني وزير ابراهيم عادل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د داوود خان د واکمنۍ په وخت کې، د فرانسوي ټوټال استخراجي کمپنۍ له خوا، د کټواز پر نفتي حوزې کار شوى و، خو هغه وخت افغانستان له سیاسي اړخه د پخواني شوروي په پکت کې و.

ده زياته کړه، هغه وخت پخواني شوروي له لوېدېځو هېوادونو سره سیاسي ستونزې درلودې او پاکستان هم د لوېدیځوالو په خوښه په افغانستان کې کمه او زیاته مداخله درلوده، چې همدا سياسي مسايل د دې لامل شول، ترڅو فرانسوي کمپنۍ د نفتي حوزې کار نيمګړى پرېږدي.

هغه څرګنده کړه: "د روسانو د جيولوجيکي څېړنو له مخې ويلاى شو، چې کټواز په پراخه اندازه نفت لري. "

ابراهيم عادل وايي، د يوې نفتي حوزې پر استخراج تر پنځه سوه ميليونه ډالره پورې لګښت راځي، خو د تصفيې پړاونه يې وروسته تر سره کېږي.

د کانونو او پټرولیمو پخواني وزیر د کټواز نفتي حوزه او له هغې څخه استخراج د هېواد د اقتصاد لپاره ډېره مهم وګاڼه، خو له دې امله چې لا تراوسه پرې کار نه دى شوى، له راتلونکي حکومت څخه يې هيله څرګنده کړه، چې کار پرې وکړي.

د کانونو د چارو څېړونکی او کارپوه جاوېد نوراني بیا په دې اند دی، چې ايران او پاکستان نه غواړي د افغانستان د نفتي حوزو سروې ترسره شي. 

خو نوموړي بیا دا هم وويل، چې د کټواز د نفتي حوزې په کامیابه بڼه فعالېدل به دواړه ګاونډيو هېوادونو ته ګټه ورسوي، ځکه د دې سيمې ثبات په نوموړو هېوادونو مثبته اغېزه لري.

د دغه څېړونکي په وينا، دا د دولت دنده ده، ترڅو د خپلو نفتي حوزو سروې وکړي، د هغې شته زېرمې په ډاګه او پلور ته یې وسپاري.  

نوراني وايي، که د کټواز نفت استخراج شي، د هغې سيمې امنيت به ټينګ شي، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې به وشي، کارموندنې به زياتې شي، بنسټيز کارونه به ترسره شي، سړکونه به يې په عصري ډول جوړ شي، که رېل پټلۍ ته اړتيا وه، هغه به جوړه شي، برېښنا به یې جوړه شي، دولت به عايد ترلاسه کړي، د هغې سيمې ثبات به په نورو سيمو هم مثبت تاثير وکړي او سولې ته به لار هواره کړي.

نوموړي زیاته کړه، دولت بايد د يادې نفتي حوزې له سره سروې وکړي، که ګټوره وه، نو عملي کار دې پرې پیل کړي؛ ځکه د ده په خبره، په کومو سيمو کې چې اقتصادي کارونه ترسره کېږي، د هغه سيمې امنيت هم ورسره ښه کېږي.

په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي عبدالقدير خروټى، پژواک ته وويل، پر هغه کار سربېره چې پخوا پر يادې نفتي حوزې شوى، نور یې د سياسي لاسوهنو له امله لا تراوسه کومه سروې نه ده شوې.

ده څرګنده کړه، په ياده سيمه کې پخوا هېڅ د دولت مخالف شتون نه درلود، خو اوس د يادې نفتي حوزې ډېرې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

خروټی په دې نظر هم دی، که د کټواز پر نفتي حوزې سم کار وشي، نو د افغانستان د نفتو اړتيا به پوره کړي.

د پکتيکا مرستيال والي عطاءالله فضلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ولايت زیات کانونه لري، خو له بده مرغه چې دولت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

نوموړي د کټواز نفتي حوزې له وضعیت څخه هم سر وټکاوه او ویې ویل، چې د داوود خان له واکمنۍ څخه وروسته چا ورته توجه نه ده کړې.

فضلي وايي: "زموږ ولایت په نورو برخو کې زيات پرمختګونه کړي، خو د کانونو او نورو بنسټيزو کارونو په برخه کې هېڅ لاسته راوړنه، نه لرو او په دې اړه مرکزي دولت توجه نه ده کړې."

دی زياتوي، کانونه زموږ د اقتصاد يوه برخه ده او هيله ده، دولت د کانونو سکتور ته جدي پاملرنه وکړي.

د پکتيکا د کانونو او پټرولیمو ریيس انجنير نقيب الله دلبرزوى هم یادونه وکړه، چې د کټواز د نفتي حوزې د څېړنې کار د محمد داوود خان په واکمنۍ کې د فرانسوي کمپنۍ له خوا نيمګړى پاتې دی او لا تر اوسه پرې کومه سروې نه ده شوې.

هغه وايي: "که د پکتيکا امنيت سم شو، نو موږ به له مرکزه انجنيران را وغواړو او سروې به يې شروع کړو."

ده همداراز څرګنده کړه، چې په پکتيکا ولايت کې له يو کال راهيسې د کانونو رياست جوړ شوی، خو اوس هم لا مسلکي انجنيران نه لري.

خانمير حکيمي، چې د پکتيکا ولايت د سرحدونو او قبايلو په رياست کې دنده لري، وایي: "زه د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکى يم، د سردار داوود خان د واکمنۍ په وخت کې، کله چې فرانسويانو د کټواز نفتي حوزې سروې کوله، زما په شمول اوه زرو کسانو په کې کار کاوه."

نوموړی چې تر پنځوسو کلونو زیات عمر لري، وایي چې په هغې سروې کې اووه څاګانې وکېندل شوې، چې دوه څاګانې د جانې خېلو ولسوالۍ په اړونده سيمه کې او پنځه نورې د خوشامند ولسوالۍ په اړونده سيمه کې وې.

دی زیاتوي، اوس هم د هغو څاګانو نښانې معلومېږي او سرونه يې په سمنټو پوښل شوي دي.

خانمير له دولته وغوښتل، که په ياده حوزه کار پيل کړي، نو ګټه به يې ټول افغانستان ته ورسېږي او زیاته یې کړه:" که دولت دلته کار پیل کړي، موږ يې هر ډول ملاتړ کوو او دا زموږ هيله ده. "

د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ قومي مشر ظفتو خان هم پژواک خبري اژانس ته وويل: "د سردار داوود خان د واکمنۍ پر وخت، چې په دې سيمه کې سروې کېدله، یوې څاه ٢٥٠ متره ژوروالى درلود او فرانسوي انجنيرانو به ويل، چې يواځې همدا يوه څاه کولاى شي ستاسو د ټول هېواد اړتيا پوره کړي. "

همداراز دغه قومي مشر زياته کړه، د هغه وخت د سروې له معلوماتو څخه داسې ښکاري، چې په دې نفتي حوزه کې څلور ډوله تېل شتون لري، خو اوس دا سيمه د دولت د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې ده.

نوموړي  له دولته وغوښتل، چې په ياده نفتي حوزه کې دې د استخراج کار پيل کړي، ترڅو دا سيمه اباده او خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

د پکتيکا ولايت د خوشامند ولسوالۍ قومي مشر مرام ګل هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د داوود خان په وخت کې فرانسوي کمپنۍ يو شمېر څاګانې وکېندلې، چې ژوروالى يې ٥٠٠ مترو ته رسېده، هره څاه به چې خپل حد ته رسېده، نو سر به يې د سمنټو په واسطه پوښل کېده.

بله خوا جیولوجیستان او د کانونو کارپوهان وایي، د کټواز نفتي حوزه د ډیورند کرښې هاخوا هم تړاو لري.

همدارنګه انټرنټي سرچینې وایي، د ټوټال فرانسوۍ کمپنۍ چې د دې نفتي حوزې د اکتشاف او څېړنې لپاره یې د دوو میليونو امریکایي ډالرو په ارزښت د هغه وخت له افغان حکومت سره قرارداد کړی و، په دې لار کې تر درې سوه زرو ډالرو څخه زيات ولګول او پاتې پيسې يې بېرته د کانونو وزارت ته تسليم کړې.

یاده کمپنۍ د قرارداد له مخې، د دې نفتي حوزې په اړوندو سیمو کې په یو لړ تخنیکي څېړنو او پلټنو مکلفه وه، خو تر یو لړ جيولوجيکي څېړنو وروسته د کار د دوام لپاره خپله نه لېوالتيا څرګنده کړه او لامل یې هم یو لړ جیولوجیکي ستونزې وګڼلې، چې د دوی په اند، په دې نفتي حوزه کې د کار په مخ کې د خنډ سبب ګرځېدې.

د نفتو او ګازو جيولوجستان په دې اند دي، چې د کټواز حوزه د تېلو او نفتو هغه رسوبي حوزه ده، چې د ښه او ګټور لرليد وړاندوينه يې کېږي.

کارپوهان وایي، د دې نفتي حوزې ګډې ساحې، چې د ډیورند کرښې اخوا غاړه د شمالي او سوېلي وزیرستان په سیمو کې دي، همدا اوس د پاکستان د حکومت له خوا په کې د نفتو او ګازو پراخه زېرمې کشف شوې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement