د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د چاودنو مخه نيول شوې

امنیت او جرمونه

قاچاقچيان

کندهار کې د چاودنو مخه نيول شوې

Jan 14, 2015 - 14:31

کندهار ښار (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٣): د ملي امنيت رياست وايي چې په کندهار کې يې د يوه ځانمرګي په ګډون شپږ ترهګر نيولي دي.

بلخوا د کندهار چارواکي وايي چې په ښار کې يې د نشه يي توکو ٤ قاچاق وړونکي له لس کيلوګرامه نشه يي توکو سره يو ځاى نيولي دي.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د مرغومي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې منسوبينو يې په کندهار کې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د ځانمرګو او ترهګريزو کړنو يوه ۶ کسيزه شبکه له يوه ځانمرګي بريدګر سره يو ځای نيولې ده.

سرچينې زياته کړې، يادې شبکې هوډ درلود تر څو له چاودېدونکو توکو د ډکو دوو موټرسايکلو په وسيله د کندهار ښار د ګڼې ګوڼې په سيمو کې چاودنې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې منسوبينو يې د دغو بريدونو د مخنيوي ترڅنګ له يادو کسانو يې له چاودېدونکو توکو ډګ دوه موټرسايکلونه، ۲۷ مقناطيسي ماينونه، ۱۰ فيره د RPG7 راکټ مرمي، څلور د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ، اووه لاسي بمونه، يوه تومانچه او درې عرادې نور موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، په کندهار کې د نشه يي توکو څلور قاچاقچيان له يوې اندازې نشه يي توکو سره نيول شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک اژانس ته وويل ، دغه کسان هغه مهال ونيول شول چې په يوه ٣٠٣ موټر کې يې نشه يي توکي له کابله کندهار ته رالېږدول.

هغه زياته کړه، ياد کسان د ملي امنيت د منسوبينو له خوا د کابل- کندها پر لويه لار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د نساجي په سيمه کې نيول شوي دي.

د ده په وينا، له نيول شوو قاچاق وړونکو سره ١٠ کيلوګرامه کرسټال نيول شوي چې په ډېره ماهرانه توګه يې په موټر کې ځاى پر ځاى کړي وو.

دى وايي، نيول شوي کسان (امان الله د محبوب زوى، برهان الدين د عرب زوى، جمال الدين د قربان زوى او محمد د عبدالحفيظ زوى) د تخار ولايت د لکه افګان د چهارتوت سيمې اوسېدوکي دي.

خپلواک وويل له نيول شوو کسانو پلټنې پيل شوې دي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement