د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اشرف غني: د ملي ارزښتونو پر سر به له هېچا سره معامله ونه شي

اشرف غني: د ملي ارزښتونو پر سر به له هېچا سره معامله ونه شي

Mar 18, 2015 - 20:27

کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٣): ولسمشر وايي، د سولې او ثبات ټينګښت يې په هېواد کې اصلي موخه ده، خو دغه سوله بايد په پياوړي ډول تر سره شي او د افغانانو د تېرو ١٣ کلونو لاسته راوړنې او ارزښتونه بايد په کې وساتل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر اشرف غني دغه موضوع، نن په کابل کې د مارشال فهيم د ملي پوځي پوهنتون له اکاډمۍ څخه د افسرانو د اووم فراغت غونډې پر مهال کړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ياد پوهنتون فارغينو ته وويل: "تاسو نن له قهرمانانو سره يو ځاى کېږئ، چې د تاريخ په اوږدو په ځانګړي ډول په ١٣ کلونو کې يې د خداى، هېواد او دندې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي."

نوموړي، د مارشال محمد قسيم فهيم ملي دفاعي پوهنتون د افغانستان له وياړونو او په هغه کې پانګونه يې د حکومت له لومړيتوبونو څخه وبلله.

ولسمشر دغې موضوع ته په اشارې سره، چې جګړه پر افغانانو باندې تحميل شوې، وويل چې خلک د دغې خاورې له پنځه زره کلن مېراث څخه دفاع کوي.

اشرف غني د افغانستان ثبات په ملي يووالي کې وباله او د دغې اکاډمۍ له افسرانو يې وغوښتل، چې تقوا او وړتيا په پام کې ونيسي.

نوموړي يادو افسرانو ته وويل: "بايد دا باور ولرئ چې تاسو به د تقوا، وطن دوستۍ او وړتيا له مخې لوړتيا مومئ. د دغې خاورې هره برخه چې د بدخشان د پامير له لويو غرونو نيولې، د نيمروز تر دښتو، د پکتيکا تر درو او له باميانو، ډايکنډي او نورستان او د دغې خاورې تر هرې برخې پورې زموږ زړه دى او د دغې خاورې د هرې لوېشت او د خلکو د ساتلو مسووليت لرو."

هغه زياته کړه: "په دې بايد پوه شو چې ناامني او جګړه په موږ باندې تحميل شوې او تاسو د هېواد د راتلونکو مشرانو په توګه بايد د ناامنيو ټول اړخونه درک او پر وړاندې يې بايد مبارزه وکړئ."

ده په ډاګه سره وويل: "هېڅوک هم بايد افغانستان د خپلو نيابتي جګړو د مرکز په توګه ونه کاروي؛ هر څوک چې دا فکر کوي چې ګني افغانستان ورته يوه غوړه مړۍ ده، بايد په دغه مفکوره باندې له سره غور وکړي، ځکه افغانستان هېڅوک هم نه شي هضمولى."

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره، چې د ځواکونو د مشروع ځواک استعمال بايد پياوړى شي، وويل: "د هېواد ساتنه د مشروع ځواک استعمال ته اړتيا لري، خو نامشروع ځواک کارول، ملکي مرګ ژوبله زياتوي او د خلکو حقونه تر پښو لاندې او مشروعيت له منځه وړي."

اشرف غني ورته مهال څرګنده کړه، چې په زابل ولايت کې د يو شمېر افغانانو برمته کول، د افغانانو د ملي يووالي پر وړاندې يوه توطيه ده او په وياړ سره وايي، چې په اړه يې پرېکړه وکړه چې ځانګړي ځواکونه په زابل ولايت کې عمليات وکړي، چې په دغه کار سره يې ٦٩ وسله وال مخالفين له منځه وړي دي.

د ولسمشر په وينا، د افغانستان وسله وال ځواک د هر افغان د مال او ځان ساتونکى دى او هغه کسان، چې د افغانانو مال او ځان له خطر سره مخامخ کوي، نو په دې بايد پوه شي چې حکومت به يې پر وړاندې مشروع ځواک وکاروي.

دى وايي: "هېواد کې د سولې او ثبات ټينګښت مو موخه ده او زموږ ټولنه په دې اړه اجماع کوي؛ خو داسې سوله بايد وي چې لاسته راوړنې او ارزښتونه مو په کې وساتل شي،؛ د پياوړتيا له مخې وي، پټه نه وي."

ولسمشر ورته مهال ډاډ ورکړ، چې د ملي ارزښتونو پر سر له هېچا سره هم کومه معامله نه شوې او نه به هم وشي.

د دغو مراسمو په وروستيو کې ولسمشر د تحصيلي اسنادو د وېش ترڅنګ، د دغه پوهنتون فارغ شوي افسران خپل هېواد ته د خدمت کولو په برخه کې وهڅول.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement