د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: افغانستان بايد د سيمې د مخابراتو او ټکنالوجۍ د وصل نقطه شي

ولسمشر غني: افغانستان بايد د سيمې د مخابراتو او ټکنالوجۍ د وصل نقطه شي

May 21, 2015 - 16:09

کابل (پژواک، ٣١ غويى ٩٤): ولسمشر اشرف غني پر وارداتي مخابراتو او ټکنالوجۍ تکیه د سیاسي او اقتصادي استقلال پر زیان وبلله او ټينګار يې وکړ چې افغانستان بايد د سيمې د مخابراتو او ټکنالوجۍ د وصل اصلي نقطه شي.

نوموړي دغه څرګندونې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر عبدالرزاق وحیدي او د هغه وزارت له مشرتابه پلاوي سره په کتنه کې د همدغه وزارت د لومړنيو سلو ورځو پلان د ارزولو پر مهال په ارګ کې کړې دي.

سرچينه کاږي، په دې لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او ملګري پلاوي یې د مخابراتي او ټکنالوجیکي خدماتو د ښه والي، ناثبت شوو سیمکارتونو د ثبت، د مخابراتي قوانینو د اصلاح، د افغان ټيلیکام او خصوصي سکتور د ظرفیت او کیفیت لوړولوپه اړه، خپل سل ورځنی پلان وړاندې کړ.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لومړنیو سلو ورځو پلان د ښه تطبیق لپاره، په یاد وزارت کې د ځوان او مسلکي ظرفیت په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

ده ويلي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دې له ټيلېفونونو څخه د ښې ګټې اخیستنې، داسې طرحه برابره کړي چې له مخې یې له ټيلېفون څخه د هویت په تثبیت، ټولټاکنو، د لېسو او پوهنتونونو په وصلولو، باکیفیته لرې زده کړواو نورو برخو کې ګټور خدمات وړاندې کړای شي.

نوموړي پر وارداتي مخابراتو او ټکنالوجۍ تکیه د سیاسي او اقتصادي استقلال په زیان وګاڼه او ويې ویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت باید کوښښ وکړي چې په اوږدمهال کې افغانستان د سیمې د مخابراتو او ټکنالوجۍ د وصل اصلي نقطه شي.

هغه د الکترونیکي حکومتولۍ د پیاوړتیا په موخه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته د یوې سراسري طرحې د برابرولو سپارښتنه وکړه.

نوموړي د یاد وزارت د قراردادونو پر روڼوالي ټینګار وکړ او ويې ویل چې په چارو کې د شفافیت د ښه باوري کولو لپاره باید ولس د حکومت د کارونو په اړه معلومات ولري.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement