د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان بيسيم په کندهار کې "تري جي" خدمات پيل کړل

افغان بيسيم په کندهار کې "تري جي" خدمات پيل کړل

Jun 08, 2015 - 19:16

کندهار ښار (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٤): افغان بيسيم خپل "تري جي" خدمات له کابل څخه وروسته په کندهار کې پيل کړل.

ياده شوې شبکه، په داسې حال کې خپل "تري جي" خدمات پيلوي، چې د کندهار اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د "تري جي" خدماتو له کيفيت څخه راضي نه دي.

د افغان بيسيم له خوا د "تري جي" خدماتو د پيلېدو په مناسبت په کندهار ښار کې غونډه جوړه شوې وه، چې د دې شبکې د عمومي رييس امين رامين تر څنګ د کندهار د مخابراتو رييس انجنير شاه محمد او نورو ګډون کړى و.

امين رامين وويل، له کابل وروسته کندهار دويم ولايت دى، چې افغان بيسيم مخابراتي شبکه په کې "تري جي" خدمات وړاندې کوي.

هغه زياته کړه، له کابل او کندهار وروسته په پام کې لري، چې دغه لړۍ نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

د نوموړي په وينا، هغوى د نړۍ له پرمختللو شبکو څخه انټرنټ اخيستى، ترڅو تر ټولو غوره خدمات وړاندې کړي.

د کندهار د مخابراتو رييس انجنير شاه محمد، په دې ولايت کې د افغان بيسيم له خوا د "تري جي" خدماتو په پيلېدو خوښي وښودله، خو هغه له مخابراتي شرکتونو د غوره او معياري خدماتو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

هغه وويل، مخابراتي شرکتونو که څه هم د کمونيکېشن په برخه کې خلکو ته ډېر اسانتياوې برابرې کړي، خو هغوى بايد هڅه وکړي چې خپل خدمات معياري کړي.

ده ومنله چې په کندهار کې د مخابراتي شرکتونو په اړه هم د اړيکو نيولو پر مهال او هم د انټرنټ کارولو پر مهال شکايتونه موجود دي.

په عين حال کې د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، اتصالات، سلام او نور مخابراتي شرکتونه په دې ولايت کې "تري جي" خدمات وړاندې کوي، خو نه يې بيې مناسبې دي او نه يې خدمات معياري دي.

د کندهار ښار د کابل شاه سيمې يوه اوسېدونکي اجمل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مخابراتي شرکتونه د رسنيو له لارې اعلانونه ورکوي او د چټک انټرنټ د وړاندې کولو ادعاوې کوي، په داسې حال کې چې هر څه سرچپه دي.

هغه وويل، ډېر مهال ان د کندهار ښار په منځ کې د اتصالات او سلام "تري جي" خدمات سم کار نه کوي او نيټ يې ډېر کمزورى وي.

نوموړي له مخابراتو رياست څخه وغوښتل، چې مخابراتي شرکتونه د خدماتو په وړاندې کولو کې سالمې سيالۍ ته وهڅوي او هغوى مجبور کړي، چې خپل خدمات معياري کړي.

د کندهار ښار د عينو مېنې اوسېدونکي اسرار هم ورته شکايت وکړ او ويې ويل، په کندهار کې د تري جي 3G خدماتو کيفيت دومره ټيټ دى، چې ان ټو جي 2G هم نه شي ګڼل کېداى؛ په داسې حال کې چې په نږدې ګاونډيو هېوادونو کې مخابراتي شرکتونه فور جي 4G خدمات وړاندې کوي، چې هم يې کيفيت ښه دى او هم يې بيې ډېرې ټيټې دي.

هغه له مخابراتو وزارت څخه وغوښتل، چې پر مخابراتي شرکتونو فشار راوړي، څو هم بيې ټيټې کړي او هم د خپلو خدماتو کيفيت ښه کړي.

د يادونې ده، چې په کندهار کې تر دې وړاندې سلام، اتصالات او روشن مخابراتي شبکو هم "تري جي" خدمات پيل کړي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement