د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پژواک په کابل کې د ټکنالوجۍ په لومړني نندارتون کې "موبايل اپليکيشن" معرفي کړ

پژواک په کابل کې د ټکنالوجۍ په لومړني نندارتون کې "موبايل اپليکيشن" معرفي کړ

Jun 13, 2015 - 20:00

کابل (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٤): د ټکنالوجۍ لومړنى نندارتون نن په کابل کې پرانيستل شو، چې په کې د پژواک خبري اژانس په ګډون ١٢٠ کورنيو او بهرنيو کمپينو د ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې.

دا نندارتون د افغانستان نندارتون مرکز په نوښت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په همکارۍ د "افغانستان نندارتون مرکز"  د نوي ښار د طره بازخان څلور لارې د   "کابل مال" په سوداګريز مارکېټ کې د څلورو ورځو لپاره په لار اچول شوى دى.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير او مرستيال ايمل مرجان، د دې نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې افغانستان په تېرو ١٣ کلونو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړى او ان د سيمې له ځينو هېوادونو سره اوږه په اوږه پر مخ روان دى.

هغه زياته کړه، چې د دې لاس ته راوړنو تر شا خصوصي سکتور ستر ونډه لرلې ده او تر اوسه په دې برخه کې د پانګې اچونې کچه ٢،٣ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېږي  او له دې اړخه څه باندې ١٨٠زرو افغانانو ته کاري موکې برابرې شوې، چې عايد يې  په مياشت کې له ٣٠٠ ډالرو څخه لوړ دى.

د هغه په وينا، لا هم په افغانستان کې  په دې برخه کې نورې پانګونې ته موکه برابره ده.

مرجان  د نندارتونونو جوړول، د پانګو اچونو د پرمختګ لپاره ګټور وبلل.

نوموړي زياته کړه: "په دې شرايطو کې چې لا هم ناامني دوام لري، خو د ټکنالوجۍ برخې کمپنۍ تر يو چت لاندې راغونډې شوې دي، دا ښيي چې موږ افغانان په هر ډول شرايطو کې چمتو يو چې د خپل هېواد لپاره کار کوو."

په دې نندارتون کې مخابراتي کمپنيو خپلې لاسته راوړنې او د سيم کارټونو د ډولونو او وارداتي  کمپنيو  د ټکنالوجۍ په برخه کې   وسايل او تجهيزات نندارې ته وړاندې کړل.

پژواک خبري اژانس په دې نندارتون کې خپل "موبايل اپليکيشن" معرفي کړ، د کانونو ځانګړې مجلې (زرلټون)  څو شمېرې او همداراز د عکاسي په برخه کې يې خپلې لاس ته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې.

پژواک خبري اژانس د تېر کال کب مياشت په لومړيو کې د يوه نوي پرمختګ په ترڅ کې  د " ګرځنده ټېليفون اپليکيشن (Mobile App) بازار ته وړاندې کړ، چې د انډريوډ" Android" او اى او اس (IOS) عملياتي سيستمونو له لارې د لاسرسي وړ دى.

د پژواک "ګرځنده ټېليفون اپليکيشن" يو خبري اپليکيشن دى او د دې لپاره چمتو شوى دى، څو د ګرځنده ټېليفون  کاروونکي خبرونو، فيچرونو، تحليلونو، مرکو، عکسونو، وېډيويي او غږيز کليپونه تر لاسه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د پژواک خبرونو ډاونلوډ او ترينه استفاده کول، وړيا دي.

د اپليکيشن د ډاونلوډ او نورو معلوماتو لپاره ، لاندې لينکونه کلېک کړئ:

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.ionicframework.pajh976149

يو شمېر نندارچيانو د دې نندارتون له جوړيدو څخه خوښې وښوده او د پژواک خبري اژانس د غرفې په ليدو سره يې د پژواک اپليکيشن  په موبايلونو کې ډاونلوډ کاوه.

د کاتب خصوصي لوړو زده کړو د اقتصاد پوهنځي د دويم کال محصل سيد ميراقا حسيني، د پژواک موبايل اپليکيشن د ډاونلوډ پرمهال وويل: "زه په فېسبوک کې پژواک ويبسايټ ګورم او خبرونه يې لولم، اوس ښه شو دا دى پژواک بل  ښه نوښت هم وکړ  او له دې وروسته د پژواک خبرونه، چې ٩٩ سلنه حقيقت ته نږدې دي، په موبايل کې هم لوستى شم."

نوموړي، چې د زرلټون  مجلې او د مختلفو تاريخي سيمو عکسونو په څېر چاپي توکي، چې د پژواک له لوري برابر شوي و، د پژواک له غرفې څخه واخيستل، ويې ويل چې دا  د پژواک بل نوښت دى، چې دا ډول چاپي مواد يې نندارې ته ايښي دي.

هغه زياته کړه: "دا توکي ډير روزنيز او له معنا ډک دي، زه کولى شم، چې له يادې  مجلې څخه، چې د کانونو په برخه کې غوره معلومات لري، په خپلو درسونو کې ترې ګټه واخلم."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې " اترا"  کارمند شاه جهان وويل: "ډېر ښه نندارتون دى، ټولې کمپنۍ تر يو چتر لاندې راغونډې شوې دي."

هغه په داسې حال کې، چې د پژواک خبري اژانس چاپي مواد يې په لاس کې و او غوښتل يې چې د پژواک اپليکيشن ډاونلوډ کړي، زياته کړه: "پژواک خبري اژانس مې خورا خوښېږي، په رښتيا يو ښه او نوښتګر اژانس دى."

نوموړي وويل، چې د پژواک فېسبوک پاڼه يې هم "لايک" کړې او له دې لارې د پژواک راپورونو ته لاسرسى لري.

د افغانستان نندارتون د جوړولو مسوول عبدالصبور وويل، چې د دې نندارتون په لار اچول د نوې ټکنالوجۍ معرفي او د ټکنالوجۍ په برخه کې په ځانګړې توګه د معلوماتي ټکنالوجۍ په ډګر کې د پرمختګ  ښودل دي.

هغه په داسې حال کې چې ويل يې، په دې  نندارتون  ٩٧زره او ٧٠٠ امريکايي ډالر لګښت راغلى، زياته کړه: "په دې نندارتون کې د ايل جي کمپنۍ د ملاتړې په توګه، د روشن مخابراتي کمپنۍ د الماس په توګه زموږ ملاتړې، او عقاب زموږ  د طلا په څېر ملاتړي دي."

ايل جي د برېښنايي سامانونو وارداتي کمپنۍ او عقاب هغه شرکت دى، چې  د ځينو نورو فعاليتونو تر څنګ د ټلويزيونونو انالوګ سيستم ډيجيټال سيستم ته اړوي.

عبدالصبور وويل، چې د افغانستان نندارتون مرکز، چې ٢٠١٥ کال کې رامنځ ته شو،  تر اوسه يې  درې نندارتونونه (دوه اختريز نندارتونونه او يو تحصيلي نندارتون ) نندارې ته وړاندې کړي دي.

د هغه په خبره، تحصيلي نندارتون، چې د روان کال وري مياشت په دې مرکز کې ترسره شو، ٩٥ خصوصي پوهنتونونو په کې برخه اخيستې وه او د نندارتون له لارې يې ٨٥زره محصلين جذب کړل.

صبور زياته کړه، چې په پام کې ده، څو ډېر ژر په نورو بېلابېلو برخو کې هم نندارتونونه جوړ شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement