د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هغه محصله چې د ٤٥٠ ډوله چاکلېټو کلکسيون يې چمتو کړى

هغه محصله چې د ٤٥٠ ډوله چاکلېټو کلکسيون يې چمتو کړى

Jul 16, 2015 - 19:46

کابل (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٤): د خصوصي پوهنتون يوه محصله چې د ٤٥٠ ډوله چاکلېټو کلکسيون يې د پنځو کلونو په ترڅ کې چمتو کړى، غواړي چې د داسې کارونو په اړه فکر وکړي، چې بل چا په دې اړه غور نه وي کړى.

د يوه خصوصي پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د درېيم کال محصله شبنم شهرزاد وايي، د دې ترڅنګ چې درس وايي، په خپلو کارونو کې بايد نوښتونه هم وکړي، څو د نورو ځوانانو لپاره يو پند وي.

نوموړې د پنځو کلونو په ترڅ کې د ٤٥٠ ډوله چاکلېټونو په راټولولو سره د ټوکرۍ په داخل کې له چاکلېټو څخه يو کلکسيون چمتو کړى دى.

يادې محصلې ډېر چاکلېټونه د هغو چاکلېټونو له ډلې راټول کړي، چې په کور کې يې لرل او يو شمېر نور يې له هغې ډلې چې خپلوانو يې له المان، ايران، ترکيه او امريکا څخه دوى ته راوړي، په کلکسيون کې شامل کړي دي.

هغه زياته کړه، پرېکړه يې کړې چې د دغه کلکسيون د پراخولو لپاره بازار ته لاړه شي او له بېلابېلو چاکلېټونو څخه يو-يو وپېري او هغه بډاى کړي.

شهرزاد د نورو تلپاتو بوختياوو ترڅنګ په دې اړه چې د دغه کلکسيون راټولو ته څرنګه لېواله شوه، وويل: "غواړم د داسې کارونو په اړه فکر وکړم چې نورو يې په اړه هېڅ فکر نه وي کړى."

د هغې په باور، د دا ډول ځانګړو کارونو د دوام لپاره بيا-بيا هڅې کول کولى شي، څو انسان د داسې کارونو پر لوري چې خوند ترې اخيستى شي، کش کړي.

دغه محصله د خپل کلکسيون د ترتيب په اړه خاطرې هم لري، چې په لومړنيو پړاوونو کې يې د کلکسيون چاکلېټ موږکانو خوړلي او څو ځلې د خپل کور د غړو له لوري خوړل شوي، خو بيا يې هم له دې کار لاس نه دى اخيستى او د دغه کار د دوام لپاره يې هڅې کړې دي.

شهرزاد وويل چې څلور خويندې او يو ورور لري، يوه خور يې چې د کلکسيون د جوړولو لېواله وه، ١٨ کلنه ده چې څو ځلې يې د دغه کار د تر سره کولو ګام واخيست، خو بيا يې خوړلي دي.

يادې نجلۍ دغه راز د ودونو يو شمېر کارتونه هم راټول کړي، چې ډېر ژر به له هغو هم يو کلکسيون جوړ کړي.

نوموړې، بې روزګاري د ځوانانو لپاره يوه ناروغي وبلله او زياته يې کړه: "ځوان کولى شي چې د بې روزګارۍ پر مهال له ځانه د وياندويۍ، نقاشۍ، رسامۍ، مجسمې جوړولو، موسيقۍ، ورزش، ګل جوړونې، د کلکسيون جوړولو... وړتياوې وښيي، څو خوند ترې واخلي او هنر يې نور هم وغوړيږي."

شهرزاد په دې باور دى، که چېرې دولت ځوانانو د کار زمينه نه شي برابرولى، نو د هېواد په بېلابېلو برخو کې بايد د وړيا کورسونو برابرولو زمينه برابره کړي، څو ځوانان په وړيا ډول سره ډېرو بوختياوو ته لاسرسى پيدا کړي.

يادې نجلۍ وويل، که کله هم ځوانان بې روزګاره وي او دولت د هغوى د برخليک په اړه فکر وکړي، نو په يوه هېوا کې په منفي اړخ د انقلابونو د رامنځ ته کېدو لامل کېږي.

هغې زياته کړه، ځوانان کولى شي چې په لاس کې له شتو توکو څخه په ګټې، له بې روزګارۍ مخنيوى وکړي او د يوه کار په اړه نوښت وکړي.

شهرزاد وويل: "نن د نړۍ لوى عالمان هغه کسان وو، چې تر ډېره يې په خپل خالي وخت کې د اختراع لپاره کار کړى او په پايله کې يې يوه لويه اختراع  کړې، چې ټول خلک ترې ګټه پورته کوي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement