د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې ډېرى زورواکي دولت ته ماليه نه ورکوي

په کندهار کې ډېرى زورواکي دولت ته ماليه نه ورکوي

Aug 29, 2015 - 15:21

کندهار (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د کندهار مستوفيت مسوولين وايي، ګڼ زورواکي دولت ته ماليه نه ورکوي چې له امله يې هغوى د عوايدو په راټولولو او ډېرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د کندهار مستوفي عظيم خان احمدزي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، له يوې خوا په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې اقتصادي فعاليتونه کم شوي او له بلې خوا لا هم ګڼ شمېر زورواکي له ماليې ورکولو تېښته کوي چې له امله يې د هغوى د عوايدو کچه ټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه، مستوفيت له خلکو څخه د هغوى پر بېلابېلو املاکو او اقتصادي فعاليتونو ماليه راټولوي او د بانک له لارې يې مرکز ته لېږي.

خو دى وايي چې په کندهار کې د پخوا په پرتله اقتصادي فعاليتونه کم شوي دي.

د ده په خبره، اوس په کندهار کې هومره لوژستيکي او ساختماني شرکتونه نشته، څومره چې دلته د بهرنيو ځواکونو او PRTinfo-icon د موجوديت پر مهال وو.

نوموړي وويل، هغه لږ شمېر شرکتونه چې پاتې دي، د ماليې ورکولو پر مهال مستوفيت ته د عدم فعاليت بيلانس ورکوي.

هغه زياته کړه، په تېرو کلونو کې د مستوفيت د عوايدو ډېره برخه د همدغو شرکتونو له ماليې برابرېده، چې په دې وروستيو کې د نشت برابر ده، خو د دوى هڅه دا ده چې د عوايدو لپاره نورې سرچينې پيدا کړي.

د دې تر څنګ له خلکو څخه د ملکيتونو او نورو اقتصادي فعاليتونو پر سر د ماليې په راټولولو کې هم ستونزې شته، چې عمده لامل يې زورواکي دي.

احمدزي وويل، په کندهار کې ګڼ زورواکي شته چې ماليه نه ورکوي، خو هغوى يې وخت په وخت نوملړ له مرکز، ولايتي ادارې او امنيتي چارواکو سره شريک کړى دى.

هغه د بېلګې په توګه د تېلو پمپونه ياد کړل چې د کلونو- کلونو په تېرېدو نه دي حاضر شوي دولت ته ماليه ورکړي.

دى وايي: ((په کندهار کې له ١٠٠ څخه زيات د تېلو پمپونه شته، خو مسوولين يې دولت ته ماليه نه ورکوي، خو د مستوفيت اداره هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو څخه په استفاده هغوى ماليې ورکولو ته اړ کړي.))

نوموړي له امنيتي ارګانونو ګيله وکړه چې له زورواکو څخه د ماليې د راټولولو په برخه کې يې تل له هغوى څخه د مرستې غوښتنه کړې، خو هغوى لکه څنګه چې ښايي هغسې همکاري نه ده کړې.

دى وايي، په همدې بنسټ يې تېره اوونۍ دغه ستونزه په کابل کې د ماليې له وزير سره شريکه کړې او له هغه يې غوښتي چې د مستوفيت په چوکاټ کې دې يو شمېر امنيتي کسان پر دندو وګومارل شي، څو له زورواکود ماليې په اخيستو کې مرسته وکړي.

د ده په خبره، مسوولينو ورته ويلي چې دغه وړانديز به له کورنيو چارو وزارت سره شريکوي او وروسته به اقدام کوي.

خو دى وايي د دې تر څنګ هڅه کوي، په کندهار کې د هغو زورواکو ليست چمتو کړي چې دولت ته ماليه نه ورکوي، دغه ليست به امنيتي ارګانونو ته ورکړاى شي او دغه راز به د رسنيو له لارې هم خپور شي.

احمدزي له يادو شوو ستونزو سربېره د کندهار د مستوفيت سږني عوايد د تېر کال په پرتله ډېر وبلل او ويې ويل چې د رسنيو له لارې يې د ماليې ورکولو په اړه عامه پوهاوى زيات کړى او په اداره کې يې اصلاحات راوستلي دي.

ده زياته کړه، تېر کال د ماليې وزارت د کندهار مستوفيت ته ١ ميليارد او ١٣٨ ميليونه افغانۍ عوايد هدف ټاکلى و، خو هغوى د کال تر پايه ٩٧٢ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړل، چې د کمښت عمده لامل يې د ولسمشرۍ کړکېچنې ټاکنې وې.

خو دى وايي، سږ کال يې د شپږو مياشتو عوايد ٥٢٦ ميليونه افغانۍ دي چې د تېر کال په پرتله په کې ٤٢ ميليونه افغانۍ لوړوالى راغلى دى.

هغه د هېواد امنيتي او اقتصادي وضعيت د عوايدو له ډېروالي سره تړلى وباله او ويې ويل څومره چې په امنيت او اقتصاد کې ښه والي راځي، هومره اقتصادي فعاليتونه ډېرېږي او هغوى کولاى شي په ډېرو سيمو کې له خلکو ماليې راټوله کړي.

دى وايي، اوس مهال د کندهار مستوفيت د ښار تر څنګ په سپين بولدک، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان ولسواليو کې څانګې لري او له خلکو ماليه راټولوي، خو که امنيتي وضعيت ښه شي، نو د هغوى فعاليت به تر ليرې پرتو ولسواليو هم وغځول شي.

نوموړي د عوايدو د سرچينو د ډېروالي په برخه کې د يوه بل ګام اخيستو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې د ٣٨ ګڼې مصوبې پر بنسټ يې د يو شمېر دولتي ادارو شاوخوا ٥٩ ملکيتونه خلکو ته په کرايه ورکړي او له دې درکه يې په روان کال کې تر دې مهاله ١٧ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.

خو دى وايي، چې په دې برخه کې هم زورواکي د هغوى لپاره لوى سرخوږى دى.

ده زياته کړه: ((د ادارو يو شمېر ملکيتونه زورواکو لاندې کړي، کله چې يې هغوى داوطلبي ته وړاندې کوي، نو د زورواکو له وېرې يې خلک په داوطلبي کې ګډون کولو ته زړه نه ښه کوي.))

خو د ده په خبره، دغه ستونزه يې  له ولايتي ادارې سره شريکه کړې او له دې لارې غواړي چې له يوه اړخه دولتي ملکيتونه له زورواکو خلاص کړي او له بلې خوا د دولت عوايد ډېر شي.

هغه زياتوي، په اوسني حالت کې د کال له سره د کندهار د ګمرک او مستوفيت ټول عوايد ٣ ميليارده افغانۍ کېږي، خو په بدل کې يې د ولايت په کچه د نظامي او ملکي ادارو د کارکوونکو معاشونه له ١٤ ميليارده افغانيو زيات دي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې د معاشاتو د ورکړې په برخه کې د ځنډ موضوع رد کړه او ويې ويل چې ټول معاشات د بانکونو او ډېره کمه اندازه يې د معتمدينو له لارې اجرا کېږي او تر دې مهاله په دې برخه کې هيڅ راز ځنډ نه دى راغلى.

هغه د مستوفيت په اداره کې د فساد د مخنيوي خبر ورکړ او ويې ويل چې ټولو خلکو ته يې خبر ورکړى چې د مستوفيت هيڅ مامور له هغوى څخه لاس په لاس د ماليې پيسې نه شي اخيستلاى، بلکې د بانک له لارې به يې تحويلوي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement