د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يو افغان ځوان د سولې برخه کې په لسو نړيوالو فعالينو کې راغلى

يو افغان ځوان د سولې برخه کې په لسو نړيوالو فعالينو کې راغلى

Sep 05, 2015 - 18:48

کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٤): يو افغان ځوان د لومړي ځل لپاره په نړيواله کچه د هغو لسو تنو فعالينو په نوملړ کې راغلى، چې د سولې په برخه کې يې د ياد وړ هڅې کړې دي.

دغه کس چې ياسر احمدزى نومېږي، د وږي په ١٤مه، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، د سولې نړيوال مرکز او د امريکا د متحده ايالاتو د سولې انسټيتيوټ، چې هر کال د هغو کسانو ترمنځ چې د سولې لپاره کار کوي، يو رقابتي پروګرام تر سره کوي.

ده زياته کړه، دغه مرکز بيا د نړۍ په کچه د سولې په برخه کې لس تنه فعالين، چې کارونه يې د سولې په برخه کې ارزښتناک وي، ټاکي او خپل کلني راپور کې چې د يوه کتاب په بڼه چاپېږي، د هغوى د ژوندليک او کارونو په اړه ليکي، ستايي يې او د سولې د نړيوال مرکز په وېبپاڼه کې يې هم په اړه ليکنې کېږي.

د هغه په وينا، د افغانستان په تاريخ کې نوموړى د لومړي ځل لپاره د دې تقديرپاڼې ګټونکى او نوم يې د لسو کسانو د نوملړ په سر کې راغلى دى.

نوموړى وايي، د ژوندانه نږدې اته کاله يې له کورنيو او نړيوالو رسنيو سره کار کړى او وروسته يې د سولې په برخه کې د هېواد دننه او له هېواد بهر د پام وړ کارونه کړي دي.

دى زياتوي، په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د يوې بورسې په ترڅ کې د امريکا په متحده ايالاتو په لوېديځې وريجينيا ايالت کې د (Future Generations Graduate School ) کې د سولې او شخړو د حل او د محيطي بدلون (Peacebuilding and Conflict Analysis/ Community Change ) په څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام لپاره غوره شو.

د ياسر احمدزي په خبره، د سولې د ټينګښت او اړينو لارو چارو لپاره په افغانستان، يوګاندا، روندا، تبت، کانګو، هند، نيپال، سوېلي افريقا او نور سيمو ته يې سفرونه کړي او په دې برخه کې يې عملي کارونه تر سره کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېر مهال کې يې د سولې عالي شورا په چوکاټ کې د هېواد په شمال ختيځ زون کې په تېره بيا په کندوز ولايت کې د سولې په برخه کې دوه کاله هلې ځلې کړې دي.

نوموړى اوسمهال په کابل کې د نړيوالې ډيموکراسۍ له سازمان سره د څېړنې د څرنګوالي د متخصص او پروګرامونو د مسوول په توګه دنده ترسره کوي.

 

 

 

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement