د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هوايي بريد کې طالبانو نيولي شپږ پوځي موټر له منځه وړل شوي

هوايي بريد کې طالبانو نيولي شپږ پوځي موټر له منځه وړل شوي

Sep 07, 2015 - 12:25

کندهار ښار (پژواک، ١٦ و‌ږى ٩٤ ): د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د ملي اردو هغه شپږ پوځي موټر له منځه وړل شوي چې وسله والو طالبانو د هلمند له نوزاد ولسوالۍ تښتولي وو.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال داوود شاه وفادار د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد پرون ماښام د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، وسله والو طالبانو د هلمند د نوزاد له نيولو وروسته شپږ پوځي موټر له يو شمېر وسلو او مهماتو سره تښتولي وو او د ميوند ولسوالۍ يادې سيمې ته يې لېـږدول چې د ناټو تر هوايي بريد لاندې راغلل.

د سلطاني په وينا، په دغه بريد کې شپږ پوځي موټر، څلور دهشکې او دوه دفع هوا له اوو وسله والو طالبانو سره له منځه وړل شوي دي.

دى وايي چې په دغه بريد کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار په بېلابېلو امنيتي پېښو کې يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک ته وويل چې نن سهار اته نيمې بجې د کندهار ښار د شکارپور دروازې په سيمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې يو ملکي وګړى وژل شوى دى.

هغه زياته کړه چې پرون ناوخته د  ميوند ولسوالۍ د څارويو په پلورنځاى کې دوې چاودنې شوې چې له امله يې يو سيمه ييز پوليس او دوه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement