د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني يوه اوسېدونکي پر غالۍ د ياسين سورت ګرافيک بڼه کښلې

د غزني يوه اوسېدونکي پر غالۍ د ياسين سورت ګرافيک بڼه کښلې

Oct 19, 2015 - 14:26

باميان (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): د غزني ولايت يو اوسېدونکى چې د قرانکريم ياسين سورت په تېرو ١٢ کالونو کې پر يوه غالۍ ګرافيک کړى وايي چې که امکانات ورته برابر شي، نو ټول قرانکريم به په غالۍ کې ګراف کړي.

دا غالۍ د وري له وړيو اوبدل شوې او د ياسين مبارک سورت ورباندې په اوو پاڼو او ١٤ مخونو کې ګراف شوى دى.د هرې تختې پلنوالى٦٣ سانتي او اوږد والى يې ٩٥ سانتي متره دى.

د غزني د ناور سيمې اوسېدونکى خدا داد حيدري وايي چې د دې غالۍ د ګراف نقشه په تېرو دوولسو کالونو کې خپله د ده له خوا کښل شوې، خو ګرافيکي ليکنې يې په يوه کال کې د خپلو دوو لوڼو او يوه زوى په مرسته بشپړې کړې دي.

حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياسين مبارک سورت په ډېره روښانه بڼه د غاليو پر ټوټو اوبدل شوى، تر اوسه يې د اولادونو د لاس له مزدورۍ پرته ټول نغدي لګښت ٤٨زره افغانۍ پرې راغلى دى.

هغه زياته کړه چې ټول ګرافونه يې په اوداسه اوبدلي او موخه يې هنري کار او ثواب و چې د دغه کار لپاره يې انګېزه پيدا شوه.

حيدري چې له تېرو ٢٥ کلونو راهيسې د غالۍ اوبدنې له لارې خپله ګوزاره کوي، وويل: ((يو ځل مې وويل چې خپل دا کار، خپله ملي ارشيف ته يوسم، خو ملي ارشيف راته وويل چې دلته يواځې  لرغوني اثار ساتل کېږي، نوو شيانو ته ځاى نشته.))

دا غالۍ د ښوونځي د شپږ ټولګي زده کوونکي ايوب، د اووم ټولګي زده کوونکې فرشتې او د اتم ټولګي زده کوونکې فرزانې حيدري په يوه کال کې په اوو پاڼو کې دوه رويه اوبدلې ده.

فرزانې حيدري وويل: ((موږ دا غالۍ په ډېره ځانګړې لېوالتيا سره اوبدلې، د غالۍ د اوبدلو لپاره مو هر ځل اودس کړى او د ياسين مبارک سورت مو پرې اوبدلى.))

هغې زياته کړه چې د اوبدلو پر مهال يې هېڅ د ستړيا احساس نه دى کړى، د سهار له اوو به يې کار پيل او د غرمې تر ١٢ بجو به روان و، له يو ساعت ځنډ وروسته به يې بيا پيل کړ او د شپې تر لسو بجو به يې دوام درلود.))

دې نجلۍ څرګنده کړه، زياته خوشحاله ده چې اوس يې د پلار، ورور او خور کار يو ځاى نيولى او دا اثر يې رامنځته کړى دى.

د فرزانې پلار وويل: ((خپله د دې لګښت او توان نه لرم، که چېرې کوم شخص يا بنسټ زما مالي ملاتړ وکړي، په خپله ټوله مينه او لېوالتيا سره به قرانکريم ګراف او په غالۍ کې و اوبم."

دا غالۍ د وري له وړيو اوبدل شوې. حيدري چې د خپلو ملګرو د ليدلو لپاره له باميانو راغلى وويل چې که مرسته ورسره وشي، نو له ورېښمو هم غالۍ اوبدلى شي.

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر کبير دادرس وويل چې حيدري په دې نېک کار ١٣ کاله تېر کړي دي.

هغه زياته کړه چې په ګرافيکه بڼه پر غالۍ د سورت ياسين اوبدل عقيدتي بڼه هم لري، د ستاينې وړ  دي او اړينه ده چې دولت او سوداګر له دا ډول کسانو سره مرسته وکړي.

د غزني د ناور له ولسوالۍ سره د ميدان وردګو ولايت د ګاونډې ولسوالۍ دايميردادو اوسېدونکي شيخ حاجي حسين سعيدي وويل: ((دا ډول اشخاص مسلمانانو ته د وياړ وړ دي، دا ډول شخصيتونو ته بايد وده ورکړل شي.))

دې دينې عالم زياته کړه چې دا غالۍ يې ليدلې، د غالۍ ښه والى په دې کې دى چې ياسين سورت ورباندې په ډېر ځانګړي مهارت سره د په دوه مخه ډول ليکل شوى، په داسې حال کې چې په معمولي ډول پر غاليو نور شيان ګرافيک کېږي او په يوه مخ کې وي.

هغه زياته کړه چې حيدري ستايل شوى هم دى، خو اړينه ده چې دولت له هغه نه ملاتړ وکړي او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دا زمينه مساعده کړي چې حيدري وکولى شي خپل هوډ (په غالۍ د ټول قرانکريم ګرافيک اوبدنه) عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د مخفي بدخشي لېسې د دوولسم ټولګي فارغې مريم عطايي په دريو کلونو کې قرانکريم په نسخ غربي خط ليکلى و.

دا بدخشانۍ نجلۍ چې نقاشه او خطاطه  هم ده، قرانکريم يې په A4  پنډه پاڼه کې په خودرنګ قلم او تليکان رنګ چې په کاغذ کې جذب کېږي، په ٥٩٢ مخونو کې ليکلى دى.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement