د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تخار کې د دوو بهرنيو په ګډون لس طالبان وژل شوي

تخار کې د دوو بهرنيو په ګډون لس طالبان وژل شوي

Oct 28, 2015 - 14:11

تالقان (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې يې د دوو بهرنيانو په ګډون لس طالبان وژلي او ١٥ نور يې ټپيان کړي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونیار عبدالخلیل اسیر پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د خواجه غار ولسوالۍ په ځينو سيمو کې عمليات ترسره کړي دي.

ده وويل چې د يادو عملياتو پر مهال د يو تاجکستاني او ازبکستاني په ګډون لس طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

دى وايي چې د دغو عملياتو په لړ کې درى سيمه ييز او درى ملي پوليس هم ټپيان شوي دي.

هغه وايي چې په دغو عملیاتو کې به د خواجه غار ولسوالۍ تر څنګ د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ هم د وسله والو له شتونه پاکه شي.

دغه راز د خواجه غار ولسوال محمدعمر هم پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو د دې ولسوالۍ وراض بچه، بهارلو، جوکدو، دوصد او یو شمېر نورې سیمې له طالبانو بېرته نیولې دي.

نوموړی وايي چې د یو شمېر طالبانو جسدونه اوس هم په سیمه کې پراته دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت وسله والو طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ ونيوه خو درى ورځې وروسته امنيتي ځواکونو دغه ولسوالۍ بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

د يادې ونې وړ ده چې طالبانو نن سهار د تخار درقد ولسوالۍ هم نيولې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement