د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست- غلام خان بندر ترمنځ د نوري فايبر کېبل غځونې چارې پيل شوې

د خوست- غلام خان بندر ترمنځ د نوري فايبر کېبل غځونې چارې پيل شوې

Dec 24, 2015 - 16:48

خوست ښار ( پژواک، ٣ مرغومى٩٤ : د خوست- غلام خان بندر ترمنځ د نوري فايبر د کېبل غځونې چارې پيل شوې.

د خوست والي حکم خان حبيبي د مرغومي په ٣مه، ديادې پروژې د چارو د پيل پرمهال پژواک اژانس ته وويل، چې ددې کېبل ټوليز اوږدوالی ۳۳ کيلومتره دی او د غوځونې کار يې ۱۵ مياشتې وخت نيسي.

نوموړي زياته کړه، چې پر دې پروژې څلور سوه زره ډالره لګښت راځي، چې نړيوال بانک يې ورکوي او په بشپړېدو سره به يې د غلام خان له لارې افغانستان له پاکستان سره د نوري فايبر په وسيله ونښلول شي.

حبيبي وايي : ((دا پروژه د افغانستان د نوري فايبر د شبکې لپاره خورا مهمه ده. په دې سره به د چټک انټرنېټ خدمات نور پراخ او پياوړي شي.))

د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس انجنير ګل حبيب شاه وويل،چې د دې پروژې د ښه فعاليت لپاره د غلام خان په بندر کې پر شپږ سوه متره مربع ځمکه يو سايټ هم په پلان کې لري.

نوموړى وايي، چې د دې سايټ په جوړېدو سره به د اړتيا پرمهال له پاکستان سره نښلول شوي تار په وسيله د افغانستان نورو ولايتونو ته انټرنېټي خدمات وړاندې کوي.

هغه زياته کړه: ((دا د انټرنيټي خدمتونو په برخه کې يو بل مهم ګام او پرمختګ دی. موږ ورو، ورو د انټرنيټي خدمتونو له هغو اسانتياوو برخمن کېږو، چې نن ورځ ورته جدي اړتيا لېدل کېږي.))

افغانستان دا مهال له پاکستان سره د تورخم او سپين بولدک له لارې، له ايران سره د اسلام قلعه، له ترکمنستان سره د تورغونډۍ او اقينه، له ازبکستان سره د حيراتان او له تاجکستان سره د شېرخان بندرونو له لارې د نوري فايبرشبکې سره نښلول شوې دي.

نوموړي وويل: ((د نورو بندرونو په قطع کېدو سره موږ کولای شو، چې يواځې د غلام خان بندر له کېبل څخه د افغانستان ټولو سيمو ته د نوري فايبر خدمات ورکړو. دا ډېره باکيفيته پروژه ده)).

نوموړي همدارنګه زياته حکړه ، چې له کابل څخه خوست ته د نوري فايبر د تار غځونې چارې هم په بشپړېدو دي او په نږدې راتلونکې کې به خوست د چټک انټرنېټ له اسانتياوو برخمن شي.

د خوست اوسېدونکي محمديوسف پژواک اژانس سره په خبرو کې د غلام خان بندر له لارې د نوري فايبر کېبل غځول د ټکنالوجۍ په برخه کې د افغانستان لپاره د پرمختګ يو بل مهم ګامه وباله.

نوموړي له مسوولو دولتي چارواکو وغوښتل، چې د يادې پروژې چارې ژر، ژر وڅاري او پر مسوول شرکت ټينګار وکړي چې په خپل وخت يې کارونه ترسره شي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement