د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يو کندهاری ځوان د کتابتونونو په جوړولو د مطالعې فرهنګ عاموي

يو کندهاری ځوان د کتابتونونو په جوړولو د مطالعې فرهنګ عاموي

Jan 02, 2016 - 16:19

کندهار (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤): د کندهار يو ځوان په ولسواليو کې د کتابتونونو په جوړولو د پوهې رڼا خپروي او د خلکو تر منځ د مطالعې فرهنګ عاموي.

دغه ځوان مطيع الله ويسا نومېږي چې تر دې مهاله يې د کندهار په سپين بولدک، پنجوايي او د هلمند په مارجې ولسوالیو کې کتابتونونه جوړ کړي دي.

ويسا له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په ولسواليو کې يې د کتابتونونو جوړولو کار په سپين بولدک ولسوالۍ کې له خپل شخصي کتابتون څخه را پيل کړ او هغه يې پر عامه کتابتون بدل کړ.

هغه زياته کړه، په دغه کتابتون کې شاوخوا ٤زره بېلابېل کتابونه مطالعې ته اېښودل شوي چې د خپلې زده کړې پر مهال يې د مطالعې لپاره په خپل شخصي لګښت پېرلي وو.

دى وايي، دغه کتابتون اوس د خلکو دى چې نه يوازې د سپين بولدک، بلکې د معروف، ارغستان او نژدې نورو ولسواليو اوسېدونکي هم ورته راځي، د خپلې خوښې کتاب د مطالعې لپاره ورسره وړي او وروسته يې بېرته کتابتون ته سپاري.

د ده په خبره، دويم کتابتون يې څو مياشتې مخکې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې هم جوړ کړ چې يو وخت د جګړې مرکز و.

هغه زياته کړه، په مارجه کې يې د کتابتون جوړولو لپاره له ليکوالو، بېلابېلو فرهنګي ټولنو او ادارو څخه شاوخوا ٣٥٠٠ کتابونه راټول کړل چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.

دى وايي، د کتابتون لپاره د سيمې يوه ډاکټر د خپل کتنځي يوه برخه په رضاکار ډول ځانګړې کړې ده او اوس خلک دغه ځاى ته يوازې د درملنې لپاره نه، بلکې د مطالعې لپاره هم راځي.

ده وويل، تر هغه وروسته چې په مارجه کې يې د لومړي ځل لپاره کتابتون پرانيست، د هلمند ولايت فرهنګيانو د ولسوالۍ په مرکز کې د دغه کتابتون دويمه څانګه هم پرانيستله.

د ويسا په خبره، د مارجې ډېرى ځوانان دغو کتابتونونو ته د مطالعې لپاره ورځي چې د هغوى لپاره سالمه بوختيا ده.

د کتابتونونو د پرانيستلو په لړ کې درېيم کتابتون څو ورځې وړاندې په پنجوايي ولسوالۍ کې پرانيستل شو.

ياده شوې ولسوالي هم د مارجې په څېر د جګړې مرکز و، خو په دې وروستيو دوو- دريو کلونو کې يې ايله د ارام ساه اخيستې ده.

ويسا وايي، د پنجوايي ولسوالۍ د کتابتون لپاره يې شاوخوا ١٦٠٠ کتابونه د کتاب ټولولو د دوه مياشتني کمپاين په ترڅ کې راټول کړي دي.

هغه زياته کړه، له تېرې څه مودې را په دېخوا يې په ټولنيزو رسنيو، په ځانګړې توګه په فېسبوک کې د کتاب ټولولو کمپاين پيل کړى او له خلکو يو- يو کتاب راټولوي.

دى وايي، په پنجوايي کې د کتابتون لپاره د سيمې يوه ښوونکي خپله ودانۍ ځانګړې کړې او په افتخاري توګه د کتابتون چارې سمبالوي، څو په ځوانانو کې د مطالعې فرهنګ وغوړېږي او له بې لاريو را وګرځي.

نوموړى چې دغه چارې د قلم لار ټولنې په چوکاټ کې ترسره کوي وويل، دا يې د ژوند تر ټولو لوى ارمان دى چې د هېواد په ټولو ولسواليو او ټولو کلو کې يو- يو کتابتون جوړ کړي.

دى زياتوي، د همدې موخې لپاره يې پر فېسبوک د کتاب راټولولو کمپاين پيل کړى او په هر ولايت کې د هغوى د ټولنې د رضاکارو غړو له خوا له خلکو کتابونه راټولېږي او بيا د هماغه ولايت په يوه ولسوالۍ کې کتابتون پرانيستل کېږي.

د نوموړي په وينا، تر دې مهاله يې د همدې کمپاين له لارې شاوخوا ١٥ زره بېلابېل کتابونه راټول کړي او پلان لري چې په نژدې راتلونکې کې د روزګان، غزني، ميدان وردګ، خوست، پکتيکا او کونړ ولايتونو په يوه- يوه ولسوالۍ کې يو- يو کتابتون پرانيزي.

دى وايي، په راټولو شوو کتابونو کې په پښتو او دري ژبو ديني، ادبي، تاريخي، ساينسي، د ماشومانو ادبيات او بېلابېل نور کتابونه شته چې په مطالعه يې د ډېرو ځوانانو ذهنيتونه روښانه کېږي او د هغوى تر منځ د پوهې رڼا خپرېږي.

د ده په خبره، غواړي د کتاب ټولولو کمپاين تلپاتى شي او خلک وهڅول شي چې د مطالعې لپاره لږ تر لږه يو کتاب ورکړي، چې په دې توګه به يو مهال د هېواد په هر کلي کې کتابتون موجود وي.

ويسا وويل، په ولسواليو کې يې د کتابتونونو له جوړولو بنسټيزه موخه دا ده چې د خلکو تر منځ د مطالعې فرهنګ عام شي، له کتاب او قلم سره يې اړيکه ټينګه شي، په دې توګه يې ذهنيتونه روښانه شي او له بې لاريو، تشدد او جګړې سالم ژوند ته را وګرځي.

دى وايي، په ښارونو کې نسبتاً اسانتياوې ډېرې دي، خو په ولسواليو کې نه يوازې اسانتياوې کمې دي، بلکې زموږ ډېرې ټولنيزې او نورې ستونزې هم همدلته دي چې د حل جدي لارې چارې غواړي.

ويسا په دې برخه کې يوازې د کتابونو په راټولولو او د کتابتونونو په پرانيستلو بسنه نه کوي، بلکې له تېرو اوو- اتو کلونو راهيسې په ولسواليو کې د بندو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره هم هلې ځلې کوي.

دى وايي، ډېر مهال يې له خپلو ملګرو سره يو ځاى بېلابېلو ولسواليو ته سفرونه کړي، خلک يې هڅولي چې د ښوونځيو په فعاله ساتلو کې مرسته وکړي او خپل اولادونه د زده کړې لپاره ښوونځيو ته واستوي.

د نوموړي په وينا، د دې تر څنګ يې د ډېرو ليرې پرتو ولسواليو د اوسېدونکو ماشومان کندهار ښار ته راوستلي چې نه يوازې يې هغوى ته د زده کړې شرايط برابر کړي، بلکې د هغوى لپاره يې د قرطاسيې، کتابونو او نورو درسي توکو مرستې هم راټولې کړې دي.

ويسا له خلکو او حکومت څخه غوښتنه کوي چې د تعليمي سيستم د ودې په موخه دې په پوهنيزو برخو کې ډېر کار وکړي او د کتابتونونو د جوړولو او ډېرولو لپاره مبارزه وکړي.

په پنجوايي کې د پرانيستل شوي کتابتون مسوول محمد نسيم حيدري وايي، په تاريخ کې لومړى ځل دى چې په ولسوالۍ کې يې کتابتون پرانيستل شوى دى، چې د سيمې اوسېدونکي ورته ډېر خوشحاله دي.

نوموړى چې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، پژواک اژانس ته وويل، په رضاکار ډول يې د کتابتون د چارو سمبالښت ته اوږه ورکړې، څو ځوانان له پوهې او مطالعې سره اشنا شي.

دى وايي، له هغې ورځې چې دلته کتابتون پرانيستل شوى، نو ځوانانو ته د سالمې بوختيا زمينه برابره شوې ده، ډېرى ځوانان راځي د خپلې خوښې کتابونه ورسره وړي او تر مطالعې وروسته يې بيرته کتابتون ته سپاري.

هغه هيله وښودله چې په تدريجي توګه به د دې ولسوالۍ په ځوانانو کې له مطالعې سره مينه ډېره شي او د کتابتونونو پرانيستلو لړۍ په د دې ولسوالۍ تر نورو کلو هم وغځېږي.

د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکى رحمت الله هغه کس دى چې په دې ولسوالۍ کې پرانيستل شوي کتابتون ته ورځي او د مطالعې لپاره ورڅخه کتابونه اخلي.

دى وايي، په خپل کلي کې يې د مطالعې يو نوې لړۍ پيل کړې، چې له مخې يې ځوانان د شپې له پلوه د يوه او بل په حجرو کې سره راټولېږي، يو کس په لوړ اواز کتاب لولي او نورو ورته غوږ نيولى وي.

د ده په خبره، په دې توګه نالوستي ځوانان هم د کتاب له مطالعې برخمن کېږي او ذهنونه يې روښانه کېږي.

نوموړي زياته کړه، هغوى ډېر مهال د مطالعې لپاره د ناولونو، لنډو کيسو او شعرونو کتابونه انتخابوي چې تر نورو يې مينه وال ډېر دي.

دى وايي، ځوانان په ولسواليو کې د زده کړې، لوبو، وزرش او د ژوند په نورو برخو کې اسانتياوې نه لري، په همدې بنسټ کتابتون د هغوى لپاره يوه په زړه پورې بوختيا کېداى شي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement