د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د کبانو روزنې وده کړې

په کندهار کې د کبانو روزنې وده کړې

Jan 16, 2016 - 14:52

کندهار (پژواک، ٢٦ مرغومى ۱۳۹۴): په کندهار کې د کبانو د فارمونو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېر شوى چې خلکو ته يې د ګټې وټې او کار ښه فرصتونه برابر کړي دي.

تېر کال په کندهار کې د کبانو د فارمونو شمېر ٩٢ و، خو سږ کال يې شمېر ١٧٦ ته رسېدلى او د نوو فارمونو د جوړولو لړۍ لا هم روانه ده.

فضل احمد د کندهار هغه اوسېدونکى دى چې د ښار په لوېديځه څنډه، باغ پُل سيمه کې د کبانو لوى فارم لري چې د کبانو شمېر يې زرګونو ته رسېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم د کندهار له ارغنداب سيند، دهلې بند او د هلمند له ګرشک ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته کبان راوړل کېدل، خو ډېره برخه يې له پاکستانه را واردېده.

دى وايي، همدغه ټکي دې ته اړ ايست چې په کندهار کې د کبانو فارم جوړ کړي؛ ځکه په دغه ولايت کې د کبانو د غوښې تقاضا زياته وه، خو فارمونه يې موجود نه وو.

د ده په خبره، دوه کاله وړاندې يې د باغ پل سيمې په دوه جريبه ځمکه کې د کبانو فارم جوړ کړى چې د کبانو واړه بچي يې ورته له جلال اباده راوړل او ډېره ښه پايله يې ورکړې ده.

نوموړي وويل، هر کال له خپل فارم څخه د کبانو نژدې ١٥ زره کيلوګرامه غوښه ترلاسه کوي چې هم په کندهار کې ورڅخه ګټه اخيستل کېږي او هم يې نږدې ولايتونو ته صادروي.

دغه کس يوازې د يوه فارم په جوړولو بسنه نه ده کړې، بلکې له خپل ځان سره يې لسګونه کسان نور هم په کار بوخت کړي دي.

فضل احمد وايي، د کندهار تر څنګ يې په زابل، اروزګان، هلمند او فراه ولايتونو کې خلکو ته د فارمونو جوړولو لپاره د کبانو زرګونه واړه بچي ورکړي او دغه راز يې د کبانو پخولو څانګې هم پرانيستې چې هره ورځ په سلګونو مشتريان لري.

هغه زياتوي، د خپل فارم تر څنګ په يادو شوو ولايتونو کې له جوړو شوو فارمونو کبان اخلي او بيا يې د خپلو نمايندګيو له لارې بازار ته وړاندې کوي.ماهى کندهار

ده وويل: ((په روان کال کې مې له نوو جوړو شوو فارمونو ٢٦ زره ٧ سوه کيلوګرامه د کبانو غوښه اخيستې چې هم مې د خپلو ماهي پزيو له لارې پلورلې او هم مې په ازاد ډول په بازار کې پلورلې ده.))

فضل احمد له خپل دې کاره ډېر خوشحاله دى، خو وايي چې دولت دې ورسره د سړو خونو په جوړولو او بسته بندۍ په برخه کې مرسته وکړي.

دى وايي، په ټوليزه توګه په کندهار کې په يخ موسم کې د کبانو غوښه ډېره کارېږي، په همدې بنسټ د ګرمۍ په موسم کې ډېر مهال د کبانو غوښه خرابېږي.

د ده په خبره، که هغوى سړې خونې ولري، نو کولاى شي د دوبي په موسم کې د کبانو غوښې پېک کړي او په ژمي کې ورڅخه کار واخلي.

د کندهار ښار يو بل اوسېدونکى عبدالغفور د دامان ولسوالۍ په شور اندام سيمه کې د ٤٠ زرو په شمېر د کبانو فارم لري.

دى وايي، د کبانو د فارم جوړولو په برخه کې له ډېرو سختو پړاوونو سره مخ شوى او ډېر تاوانونه يې ګاللي، خو اوس يې کاروبار ډېر ښه روان دى.

هغه زياته کړه: ((درې کاله مخکې مې يو ځل له پاکستانه د ماهيانو بچيان راوړل، ټول په لاره کې مړه شول، بيا مې د دوه ميليونه کلدارو په ارزښت د ماهيانو هګۍ راونيولې، خو کله چې يې بچي وزېږول نو تر دوه او دريو سانتي مترو نه غټېدل، چې ډېر تاوان مې په کې وکړ.))

نوموړي وويل، وروسته يې د کرنې رياست د فني مامورينو په مرسته له جلال اباده د کبانو نسل راوړ چې ډېره ښه نتيجه يې ورکړه او اوس يې د کبانو شمېر ٤٠ زره ته رسېږي.

دى وايي، اوسمهال په کندهار کې پنځه - شپږ ډوله کبان موندل کېږي چې تر ټولو مشهور يې سلور کارپ دى او د شپږو مياشتو په موده کې يې وزن له ٢ تر ٣ کيلوګرامه او په دريو کلونو کې ٣٢ کيلوګرامه ته رسېږي.

د نوموړي په وينا، کبانو ته وچه ډوډۍ، د پخو شوو وريجو پاتې شونې، رشقه، شوتله، واښه او نور ورکوي.

دى وايي د کرنې رياست ورسره يوازې د فني مشورو ورکولو په برخه کې مرسته کړې، خو نور يې کومې مرستې نه دي کړي.

نوموړى له دولت څخه غوښتنه کوي چې د کبانو د نسل ګيرۍ، د فارم لپاره په تعميراتي برخه او روزلو کې مرسته وکړي.

د کندهار د کرنې رياست د ترويج مدير انجنير محمد الله نوري وايي، په دې ولايت کې د کبانو د فارمونو جوړولو چارې له ١٣٨٦ لمريز کال راهيسې پيل شوې، خو په لومړيو کې يې هيڅ پايله نه ورکوله، ځکه ډېرى کبان مړه کېدل.ماهى کندهار

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، په ١٣٩١ لمريز کال کې په کندهار کې د کبانو لومړى فارم او په ٩٢ کال کې ٦ فارمونه جوړل شول چې تر ښې پايلې ورکولو وروسته په ١٣٩٣ لمريز کال کې ٩٢ فارمونه جوړل شول او دغه راز سږ کال يې شمېر ١٧٦ فارمونو ته لوړ شوى دى.

خو دى وايي چې په دغه ولايت کې د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ په چټکۍ روانه ده او هره اوونۍ لسګونه کسان د کرنې رياست ته مراجعه کوي، څو د کبانو د فارمونو جوړولو لپاره جواز او مشورې ترلاسه کړي.

د ده په خبره، د کرنې رياست د سروې له مخې په کندهار کې د کبانو د غوښتې تقاضا ډېره ده، که دلته ٢ زره فارمونه هم جوړ شي، دغه اړتيا نه شي پوره کولاى.

هغه زياتوي، اوسمهال د کندهار ښار تر څنګ په دامان، ارغنداب، ژيړۍ، ډنډ، ميوند او سپين بولدک ولسوالۍ کې د کبانو فارمونه شته، خو په کار دغه لړۍ وغځول شي، څو په هر کلي کې د کبانو يو يو فارم جوړ شي، چې په دې توګه به هم خلک په کار وګومارل شي او ګټه به تر لاسه کوي.

نوموړي د کندهار اب او هوا د کبانو د روزلو لپاره ښه وګڼله او ويې ويل، دلته تر اوسه داسې ناروغۍ نه دي ليدل شوې چې له مخې يې کبان تلف شي.

ده وويل، په يو جريب ځمکه کې جوړ شوي فارمونه په کال کې شاوخوا ٣ زره کيلوګرامه غوښه توليدوي.

چارواکي وايي، که د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه وي، نو په نژدې راتلونکې به کندهار د کبانو پر يوه لوى توليدوونکي ولايت بدل شي.

د يادونې ده، په کندهار کې د فارمونو تر څنګ له ارغنداب سيند او په شاوليکوټ ولسوالۍ کې له دهلې بند څخه هم کبان ترلاسه کېږي، خو ډېر مهال دغه کبان په ناقانونه توګه نيول کېږي.

ډېرى وګړي د لاسي بمونو او يا هم د جنراټور د شارټ په وسيله د کبانو ښکار کوي چې په دې توګه د غټو کبانو تر څنګ د هغوى واړه بچي مري او نسل يې د ورکېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

د کندهار د کرنې رياست چارواکي وايي په دې اړه يې څو ځلې امنيتي ځواکونه په جريان کې کړي او له هغوى يې غوښتي چې د کبانو د دغه ډول ښکار مخينوى وکړي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement